ولي باید ګرمۍ اوبه وڅښو؟

 د اوبو توری په قرآنکریم کي ۶۳ ځلي ذکر شوی دی چي یو ځل یادونه يې هم پدې ایت کريمه کي شوي ده:

وجعلنا من الماء کل شيء حي أفلا یؤمنون .

او مونږ هرڅه د اوبو په ذریعه ژوندی ګرزولی دی آیا دوی پدې باور نلري؟

۵

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتودو اوبو د څښلو ګټي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1- دګڼو هغو ناروغیو مخنېوی کوي د کومو په وجه چي په نړۍ کي هر کال په ملیونونو انسانان ژوند له لاسه ورکوي.
2- دګڼو رنځونو، ساري ناروغیو ، دولادت د ناروغیو، دبوډاتوب دناروغیو، لکه داعصابو ناروغيوي، د پوستکي دناروغیو او دبندونو او هډوکو د دردونو (وجع المفاصل) همدا راز دملا د درد مخنیوی کوي.
3- دانساني جسم چربي، وازګي او هغه فضله مواد ختموي کومي چي ګڼ رنځونه زېږوي لکه ساه لنډي، دشوګر ناروغي، دویني پشار او کولسټرول او داسي نور.
ـــــــــــــــــــــــــ
هغه ناروغيوي چي د تودو اوبو په وسیله يې درملنه شوي او له منځه وړلي شوي دي.
ــــــــــــــــــــــــــ
1- ساه لنډي
2- دویني لوړ پشار
3- شوګر (د خوږې ناروغي)
4- سر خوږی او نېم سر خوږی
5- دویني کمښت
6- دملا همېشنی درد
7- د پښتورګو ډبري او درد
8- دمثانې التهاب
9- دویني دپشار لوړوالی او کولیسټرول
10- دمتیاځو دنالۍ ځور
11- دبندونو او هډوکو دردونه
12- شل توب
13- سستي او ستوماني
14- دستوني ناروغیوي
15- غذايي تسمم
16- دخوب نشتوالی یا د خوب ناکراري
17- دیخ زکام او تبه
18- دمعدې سوځېدل
19- همېشنی قبض
20- داعصابو ناروغي
21- پکوالی یا دوېښتانو لوېدل
22- دپوستکي ناروغیوي
23- دزهایمر (دمازغو ګډوډي) ناروغي
24- دزړه ناروغیوي
25- دسرطان ناروغیوي
ـــــــــــــــــــــــــــــ
څه ډول تودې اوبه:
ــــــــــــــــــــــــــ
اوبه باید په دومره اندازه تودې وي چي ستونی يې تودوخه احساس کړي او بدون يې څښل ومني او چي څومره زياتي تودې وي په هماغه کچه يې ګټه زیاته ده او د تودوخي درجه يې باید د ۳۵ او ۵۰ تر منځ وي او تودوالی يې اقلاً دبدن تر داخلي تودوالي کم نه وي او د اوبو دڅښلو دکوپ حجم ۲۴۰ تر ۳۰۰ ملی لیټره پوري وي.

د تودو اوبو د څښلو طریقه په لاندي ډول ده :
1- یو یا دوه کوپه اوبه له خوب څخه سمدلاسه د پاڅېدلو په وخت کي سهار وختي او په ولاړو باندي څښل.
2- دوه کوپه اوبه دسهار له لمانځه وروسته او تر ناشته مخکي.
3- درې کوپه اوبه له ناشتې دوه ساعته وروسته دغرمې تر ډوډۍ پوري.
4- یو کوپ اوبه تر ډوډۍ مخکي.
5- د غرمې له خوراک څخه دوه ساعته وروسته له دوو تر څلورو کوپه اوبو پوري تر ماښامه پوري څښل.
6- یو کوپ ماخوستن تر وېده کېدلو مخکي څښل.
پټه دي نوي چي تودې اوبه په بدن کي د ويني جریان دبدن ټولو برخو ته پراخوي چي په نتېجه کي دوېښتانو ريښې یا عصبونه تقویه کوي، وېښتانو ته ښکلا وربښي او د وېښتانو دلوېدلو مخنيوی او په وده ورکولو کي يې مرسته کوي.
د تودو اوبو دڅښلو بله ګټه داده چي انسان دمعدې او کولمو له دردونو ساتي دکولمو وچوالی کېدای شي دقبض تر څنګ انسان ته نوري ستونزي هم ور پېښي کړي مونږ کولای شو دتودو اوبو په وسیله په خېټه کي خوړل شوي خواړه په اساني سره هوار کړو ترڅو بدن مو روغ او خېټه مو فعاله وساتي.
او به باید معدني د چينو وي او یا دبوتلونو صافي اوبه وي په ذکر شوي اندازه تودې وي هغه څوک چي دبدن چربي او وزن يې زیات وي باید په سهار وختي اوبو کي یو دانه لېمو او دوه چمچې دبېري شات هم واچوي همدا راز ماخوستن تر وېده کېدلو دمخه په یو کوپ تودو اوبو کي دبېري دوه چمچې شات اچول دخوراک په هضمولو کي مرسته کوي اعصابو ته سکون وربښي او دخوب ناکراري له منځه وړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *