د امریکا پر سفارت بریدګر پاکستانی وو
د عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلې،په جده کې د امریکا پر سفارت بریدګر پاکستانی وو.
دې وزارت په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلې، عبدالله ګلزار خان ۱۲ کاله په عربستان کې اوسېدلی دی.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې، ګلزار خان د ۱۹۸۱ کال د سپتمبر پر ۱۵مه نیټه پیدا شوی چې له خپلې کورنۍ سره یوځای سعودي عربستان کې مېشت و.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان له دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان سره په تیلیفوني خبرو کې د سعودي ځانمرګی برید غندلی دی.
په جده کې د دغه پاکستاني په ځانمرګي برید کې دوه پولیس ټپیان شوي او یوازې بریدګر پکې وژل شوی دی.
په ۲۰۰۴ کال کې هم په جده کې د امریکا پر سفارت برید ترسره شوی وو چې نهه کسان پکې وژل شوي وو.