د عربستان په مدینه ښار کې ځانمرګی برید

یو ځانمرګي برید کونکې د عربستان په مدینه منوره ښار کې د نبوي جومات ته نژدې چاودنه کړې ده.‌ ریپوټونه ښایی چې یاد برید د موټرو تم ځای سره نژدې د ساتندویانو په یوه مرکز شوی دی. په برید کې تنه ساتندویان وژل شوي او ۵ نور یی ټپیان دي.

۱

هغه تصویرونه، چې په رسنيو  کې خپاره شوي، د ګاډو تم ځای کې یو موټر لیدل کېږي، چې لمبې پرې بلیږي او څنګ ته یې د امنیتي ادارو دوه کسان پراته دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، بریدګر هغه مهال چاودنه وکړه چې ساتندویانو نبوي جومات ته د ننوتلو په وخت کې ودرولو.

که څه هم لا معلومه نه ده، چې دغه بریدونه چا کړي خو  ځیني خلک ګومان کوې چې ګواکې دا د داعش کار دی.

العربیه تلویزیون د دې پېښه په اړه بیا وايي‌ د بریدګر موخه ساتندویان وو او له دوی سره د روژه ماتي په پلمه ځان نژدې کړی وو.

د سویلي افریقا یو قاري زید پټیل چې د پېښې پر وخت په جومات کې وو رسنیو ته ویلي چې خلکو لومړی داسې فکر کوو چې د روژه ماتي لپاره د توپ غږ دی. خو چاودنه دومره درنه وه چې ځمکه یې ښوروله. داسې غږ یې وکړ لکه کومه ودانۍ چې را لوېدلي وي.

له دې مخکې جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه یوه ځانمرګي برید کې د امنیتي ځواکونو دوه کسان ټپیان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *