د بغداد خونړی برید قربانیانو شمیر ۱۶۵ کسانو ته ورسید

 بغداد کې د یکشنبې ورځې د خونړي ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۶۵ او د ټپیانو شمېر ۲۲۵ کسانو ته ورسید.

۱۱

د عراق حکومت د دغه خونړي برید له کبله په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

لومړی بريد په یوې لارۍ کې د چاودېدونکو توکو په وسيله يوه رسټورانټ ته نژدې د په یوه سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شو چې خلکو د اختر لپاره توکي پلورل.

اسلامي دولت نومې ډلې د دغو بريدو پړه پر غاړه اخيستې ده.

دا برید په داسې وخت کې تر سره شوی چې څو ورځې وړاندې عراقي ځواکونو له داعش نه د فلوجې ښار نیول عملیات تر سره کړل.‌ د فلوجې ښار له ډېرې مودې راهیسې د داعش په ولکه کې و.

عراقي چارواکي وايي، داعش پر بغداد د برید لپاره له فلوجې ګټه اخسته.

د رپوټونو له مخې، د کرادې سیمې په چاودنه کې چاودېدونکي توکي په یوه یخچال کې ځای پرځای شوي و چې یوه پر یوه موټر بار و.

دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.

اسوشېټډ پرېس د عراقي چارواکو په له خولۍ ویلي چې په کراده کې چاودنه کې تر ډېره ماشومان وژل شوي دي.

په وروستیو څو مياشتو کې داعش  نومې ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *