په ننګرهار کې د داعش ډلۍ دوه جګپوړو چارواکو وژنه
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکۍ په بریدونو کې د داعش ډلې د ۲ مهمو قوماندانانو په گډون ۸ داعش وسله وال هم وژل شوي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ د ننگرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلې چې دغه بریدونه تېره شپه د اچین ولسوالۍ په پېخې او مامند درې سیمو کې ترسره شوي دي.
نوموړی وایي د پېخې سیمې په برید کې د داعش ډلې د پنځوس کسیزې ډلې مشر مولوی ساجد، د هغه وراره او دوه نور ملګري وژل شوي دي.
نوموړی وایي دویم برید د مامند درې په سیمه کې شوی دی،چې له امله یې د کوټ ولسوالۍ د تېرې شوې جګړې قوماندان عمر خطاب او د هغه دری ملګري وژل شوي دي.
خوږیاڼی وایي چې د تیره شپه په عملیاتو کې د داعش ډلې یو موټر هم لمنځه وړل شوی دی.
د ننګرهار اچین ولسوالۍ د دغه ولایت یوه تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې داعش خپل فعالیت له همدغۍ ولسوالۍ څخه پیل کړ.