په عراق کې له ځانمرګي برید وروسته ماتم اعلان شو

عراقي حکومت پلازمینه بغداد کې له یوه  بمي چاودنۍ وروسته چې په پایله کې یې ۱۲۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ ټپیان شول ملي‌ ماتم اعلان کړی.

۱

لومړی بريد په یوې لارۍ کې د چاودېدونکو توکو په وسيله يوه رسټورانټ ته نژدې  هغه مهال رامنځ ته شو چې خلکو د اختر لپاره توکي پلورل .

ژغورونکي ټیمونه وايي‌ په دې برید کې د کورنیو  غړي وژل شوي‌ او ځینې قربانیان دومره سوځېدلي‌ چې هیڅ نه پېژندل کېږي.

اسلامي دولت نومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.دا برید په داسې حال کې تر سره شوی چې څو ورځې وړاندې عراقي پوځیانو له داعش څخه د فلوجې ښار نیولو عملیات تر سره کړل.‌

عراقي چارواکي وايي، داعش پر بغداد د برید لپاره له فلوجې ګټه اخسته.

د رپوټونو پر بنسټ، د کرادې سیمې په چاودنه کې چاودېدونکي توکي په یوه یخچال کې ځای پرځای شوي و چې یوه پر یوه موټر بار و.

دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.

اسوشېټډ پرېس د عراقي چارواکو له خولۍ ویلي په کراده کې چاودنه کې تر ډېره ماشومان وژل شوي دي.

په وروستیو څو مياشتو کې داعش ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي، چې درنه مرګ ژوبله يې را منځ ته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *