د بنګه دیش لومړۍ وزیرې د دوه ورځو لپاه ملي ماتم اعلان کړ

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه رسټورانټ د وسله والو کسانو تر برید وروسته چې یو شمېر کسان پکې ووژل شول، ددې هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینې دوه ورځې عمومي ماتم اعلان کړی.

۱۱۱۱۱

مېرمن حسینې خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې خپل هېواد کې به له ترهګریزو بریدونو سره به مقابله وکړي.

هغې وویل: “هرڅوک چې پر دین باور لري داسې کار نه کوي؛ دا کسان دین نه لري. ددوی دین ترهګري ده.”

دوه ورځې وړاندې د اسلامپالو تندلارو یوې ډلې پلازمېنه کې پر یوه رسټورانټ برید وکړ او یو شمېر کسان یې یرغمل کړل او له ډلې یې ۲۰ تنه چې بهرنیان و، ووژل.

ددې برید په لومړیو کې دوه پولیس مامورین هم ووژل شول.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۳۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د بنګله دېش امنیتي ځواکونو په وینا، هغوی وشوای کولی ۱۳ کسان وژغوري. دوی وایي، ۶ بریدګر وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.

په وژل شویو کې ۹ ایټالویان، ۷ جاپانیان، یو امریکایی او یو هندی دی. تراوسه د یوه بل ایټالوي برخلیک څرګند نه دی.

داسې راپورونه ورکړل شوي چې بریدګرو هغه یرغمل لومړی ربړولي او بیا وژلي چې ویې نشوای کولی قران تلاوت کړي.

د پوځ یوه ویاند ویلي، ددې پېښې قربانیان په ډېرې بې رحمۍ په چړو ربړول شوي دي.

د اعماق په نوم اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې رسنۍ چې د هغوی خبرونه خپروي، تر برید ساعت وروسته چې د ډاکې په وخت د جمعې په شپه په ۹:۳۰ بجو پیل شو، راپور ورکړ چې په بنګله دېش کې ددغې یرغمل نیونې مسوولیت داعش منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *