د خوست ولایت پر موسی خیل ولسوالۍ د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول
د هیواد امنیتي ځواکونو د خوست ولایت په موسی خیل ولسوالۍ کۍ د طلب وسلوالو بریدونه په ډیر مقاومت سره شاته وتمبوله.
د خاورمیانه ریپوټونو او د دفاع وزرات د خبر پانۍ له مخې،۸۰۰ کورنې او بهرنې طالب جنګیالیو له څو ورځو را پدۍ خوا د خوست ولایت پر موسی خیل ولسوالۍ باندې پراخ بریدونه کړې وو.
د خبرپاڼۍ له مخې ،دا برید د هیواد امنیتي او دفاعې ځواکونو له لورې په ډیر مقاومت سره په شا وتمبول شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دي نښتو کې ۶۷ طالب جنګیالي د ۳ قومندانانو په شمول وژل شوي،۲۳ تنه یی ټپیان شوي او ۳ میله دهشکي له منځه وړل شوي دي.
خو طالب وسلوالو په دې اړه لا څه ندې ویلی.