له افغانستان سره د چین د مرستو لومړۍ کڅوړه

د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سر د چین هیواد د لسګونه میلونه ډالرو مرستې لومړنۍ بسته وسپارل شوه نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر یوجینګ د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د چین هیواد لخوا مرسته شوي پوځي تجهیزات د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار په حضور کې وسپارل.

۲۲۲

 

په دې پوځي تجهیزاتو کې انتقالاتي او ترانسپورتي وسایط او د سپکو وسلو یوه اندازه مهمات شامل دي. د مرسته شویو تجهیزاتو د سپارلو پرمهال په کابل کې د چین سفیر یوجینګ وویل چې هیواد یې په افغانستان کې دایمي ټیکاو ، سولې او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په لا پیاوړو امکاناتو سره تجهیز کړي. ښاغلي یوجینګ وویل چې چین به له تروریزم سره د مشترکې مبارزې په لاره کې له افغانستان سره ملګری وي، د چین سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا غوړیدا په لاره کې د خپل هیواد د دایمي او اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپلو خبرو پرمهال له دوست هیواد چین څخه مننه وکړه چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د انتقالاتي او ترانسپورټي وسایطو ترڅنګ د سپکو وسلو د یوه اندازه مهماتو مرسته وکړه. ښاغلي اتمر وویل چې دا ډول مرستې د افغان ځواکونو د قابلیتونو او وړتیا په لوړولو کې د پام وړ رول لرلی شي او په روانو محاربو کې به ورڅخه ګټه پورته شي. د ښاغلي اتمر په وینا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په کیفیت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او دا مثبت تغیرات به لا پراخ شي. د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې له افغان ځواکونو څخه د چین هیواد ملاتړ تروریستانو او د تروریزم ملاتړکوونکو ته واضح پیغام و چې د تروریزم پر خلاف سیمه ایزه اجماع مخ په ټینګیدو ده او هر هغه څوک چې د ترهګرو او افراطیانو ملاتړ کوي ورو ورو به د نړیوالو او سیمه ایزو متحدینو په منځ کې منزوي کیږي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې تروریزم د سیمې لپاره په لویه ستونزه بدل شوی چې تر ټولو زیات به هغو هیوادونو ته د دې اور زیان ورسیږي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *