پاکستان بیا هم د افغانستان پر خاوره کاڼي اچوې

سره له دې چې  ټولو ته څرګنده ده چې پاکستان د طالب مشرانو لپاره یو امن هیواد ګنل کیژی،خو د پاکستان لوی درستیز بیا وایی د ځینو ستونزو له کبله د افغاستان په پولو کې امنیت شتون نلرې.د خاوره میانه سرچینۍ ریپوټونو پر بنسټ، تیره شپه جنرال راحیل شریف د امریکا پلاویه سره کتنه وکړه او افغانستان یی د خپل خبرو محور وګرځو.

۱۱

یاد پلاوی چې د جان مک کین،لیندسی ګراهام او جو دانلی د امریکا جمورې غوښتونکې سنا او  د پاکستان او افغانستان لپاره د ځانګړی استازی ریچارد اولسن څخه جوړ شوی وو تیره ورځ اسلام آباد ته ولاړل. یاد پلاوی د پاکستان له ستردرستیز سره د کتنۍ پر محال خپلۍ ویناوي د افغانستان لپاره ځانګړي کړي.راحیل شریف د راغلې پلاوي سره  د پاکستان پر وړاندۍ د ترهګرو سره د مبارزې شته ستونزو ته په اشاره سره وویل چې دا ستونزي د دواړو هیوادنو پر پلوو کې د ناسم مدیریت له کبله رامنځ ته شوي دي. په ورته حال کې، جان مک کین له ترهګرې سره د مبارزي په موخه د پاکستان له هڅو یادونه وکړه او وویل چې پاکستان او امریکا په ټولو برخو کې دی باید اړیکي تقویت شې او سیمي ته د امنیت راوستو په برخه کي باید هڅي ډیري شي.

په داسې حال کې چې په دې ورستیو کې د امریکا دولت له پاکستان څخه ترهګري سره د مبارزو پر نکړلو نیوکي کړي وي او په همدې موخه یی د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور یی د پاکستان په خاوره کې له منځه یووړ؛خو اوس امریکایی سناتوران له ترهګرۍ سره د اسلام آباد کړنو څخه ستاینه کوې. له بلې خوا  امریکا تل د پاکستان پر دوګونې سیاست او له طالب وسلوالو او نورو ترهګرو ډلو سره د جدې مباري پر نکړلو نیوکي کړي او د دې هیواد کړني یی نا مناسبه بللي دي.دا په داسې حال کې ده چې امریکایی چارواکو هم د افغانستان له چارواکو سره د خبرو پر مهال هم پر پاکستان نیوکي کړي؛خو اوس له پاکستانی چارواکو سره د خبر پر مهال تیري څرګندوني بدلي شوي دي. دا کار څرګندوې چې امریکا هیڅ وخت په پاکستان کي خپلي موجوده ګټي د افغانستان لپاره په خطر کي نه اچوې. په ورته حال کې امریکايی پلاوي د پاکستان له غیر نظامې چارواکو سره لیدنه کړي او د کډوالو او پلو ستونزو په اړه یی له دوې سره خبرې کړي دي. ریچارد اولسن د پاکستان د بهرنیو چارو چارواکي اعزاز احمد چودری سره د لیدنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته هم اشاره کړي.په دي کتنه کې چودری د افغانستان او پاکستان ترمنځ په عالی سطحه د یوه مکانیزم  له جوړولو څخه خبر ورکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د پلو ،امنیت او داسې نورو ستونزو له منځه وړلو کې به په ګد سره کار وکړي.نوموړی د افغان کډوالو په ژر تر ژره  استولو باندی ټینګار وکړ او وی ویل پاکستان غواړی ترڅو افغان کډوال په احترام سره خپل هیواد ته ستانه شې  ځینه ریپوټونه ښایی چې امریکایی پلاوې به له اسلام آباد څخه ورسته کابل ته راشې او کیدای شې دا سفر په افغانستان کې د سولۍ راوستو په موخه د امریکا نویه تګلاره وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *