درگیری گروه های تروریست سوریه با یکدیگر

په سوریه کې د جګړې اصلي رامنځ ته کونکی صهیونیستي رژیم دی

د سوریې له کورنۍ خونړۍ جګړې څخه نږدې شپږ کاله تیریږي. خو په رښتیاهم په دې جګړه کې له فتوحاتو او له لاسه ورکولوسره چی د سوریې د دولت او ددوی د وسله والو ډلو ترمنځ روانې دي کوم لوری بریالی شوی او تر ډيره کوم لوري ته بریا ور په برخه شوې ده؟! په لږې پاملرنې سره به دې ته متوجه شو چې د اسرایلو رژیم په ریښتینې توګه د سوریې د جګړې بریالی لوری دی، چې ددې زیانونو ځینې برخو ته به اشاره ولرو

درگیری گروه های تروریست سوریه با یکدیگر
درگیری گروه های تروریست سوریه با یکدیگر

.

د مقاومت له اصلي محور له متمرکزی څخه پّ تیریدو، اسرایلي تکفیري او ترهګریزو ډلو ته مخه کړې د هغه ډلو په لور کې چې په سوریه کې یې بنسټ ویجاړ کړی او سوریه له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د جګړې له امله زیانونه به یې هیڅ ډول جبران نشي. د اهل سنت د ډيریو کسانو پر وړاندې د لبنان حزب الله ډلې د محبوبیت لږول د لویدیځو رسنیو تبلیغات او د سوریې د پوځ شنل چې کولای شول په سیمه کې د اسرایلو لپاره لوی ګواښ او ستونزې رامنځ ته کړي ددې جګړې له زیانونو څخه شمیرل کیږي. د سوریې له یو ویشت میلیونو نفوس له دریو یوې برخې کډوالي او د کډوالو پر وړانډې لویې ستونزې او ناخوالې له زیانونو څخه شمیرل کیږي او دا ټولې پیښې د نړیوال صهیونیسم په فکري خونه کې څیړل شوي په داسې ډول چې د استکبار جبهې خپلو تولو امکاناتو ته سمون ورکړی ترڅو د تکفیري ترهګرو په مرستې سره په منځني ختیځ کې خپلو مخکینیو موخو او پلانونو ته سره ورسیږي او په دې لاره کې د ښخو ماشومانو او بیګناه کسانو له وژلو او د اسلامي هیوادونو د شتمنیو له لوټولو هم ډډه نکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *