طالبانو نږدې درې اونۍ وړاندې په دوه جلا پیښو کې د کابل – بدخشان په لویه لاره په لسګونو مسافر تښتولي ووimages

د کندز ولایت د چاردرې په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو مرکزپه هغه برید کې چې تیره ورځ ماښام د نړیوالو ځواکونو د الوتکو له خوا ترسره شوې دی له یو شمیر طالب وسله والو په ګډون اوه تنه هغه برمته شوي مسافرهم په کې وژل شوي دي چې تقریبا درې اونۍ وړاندې د شنې تپې په سیمه کې د طالبانو له خوا د کابل – کندز په لویه لاره له موټړو راکښته او برمته شوي وو.

د کندوز د عدلي طب رئیس ډاکټر داود ابراهیم خیل وايي چې دوي ته تر اوسه د شپږو هغو مسافروجسدونه راوړل شوي دي چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د علي اباد ولسوالۍ د شنې تپې په سیمه کې برمته کړي وو.

ابراهیم خیل وايي چې د دغو جسدونو له معاینې معلومیږي چې د چرو او چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي، هغه زیاته کړه چې د ټولو راوړل شویو جسدونو اعضا قطع وې او پر بدنونو یې د چرو ژور زخمونه لیدل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *