يو شمير سوداگرو او متشبثينو د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خونې مديره پلاوی په بي کفايتي تورنوي

يو شمير سوداگرو او متشبثينو د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خونې مديره پلاوی په بي کفايتي تورنوي او له دندي يي ددوي د گوښه کيدو غوښتنه کړې ده

ددې پلاوي د دندي موده اتلس مياشتي وړاندې پاي ته رسيدلي او بايد نوې ټاکني تر سره شي

دا سوداګر د سوداګرۍ او صنایع خونې پر مسولینو د نیوکې ترڅنګ وایي تراوسه د ناسم مدیریت له امله د زرو شرکتونو د فعالیت جواز لغوه شوی او پانګوالو خپلې پانګې له هیواده بهر لیږدولي دي دوی وایي، د سوداګرۍ او صنایع خونې دمدی282877688296856ره پلاوې د دندې موده اتلس میاشتې وړاندې پای ته رسیدلې او باید نوې ټاکنې تر سره شي ترڅو ټول سوداګر او هغه کسان پکې ګډون وکړي کوم چې وړتیا لري.

د بندرونو له لارې ترانزیت، لوړ محصولات، په ګمرکاتو کې د فشاد شتون، د سودګرو تښتونه، په بهرني پانګونه کې بیغوري د ټولنې پر وړاندې له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي کوم چې دې سوداګرو ورته نغوته درلوده دوی د سوداګرۍ خونې د قانون پر پلي کیدو ټینګار کاوه چې په پلې کیدو سره به یې سوداګري وده او پرمختګ وکړي.

دا سوداګر چې نن د دسوداګری او صنایع خونې د ژغورلو خوځښت په نامه نیوکه کوي ددې خونې مدیره پلاوی په بې کفایتۍ تورنوي پّ ورته حال کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مسولین وایي ددوی ترمنځ ټاکنې ځکه ندي تر سره شوې چې د ټاکنو کمیسیون غیر مشروع دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *