داعش د ننګرهار په او اچین او کوټ ولسوالیو کې مدرسې جوړ کړې دي

که څه هم افغان حکومت ادعا کوي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش له پوځي اړخه له ماتې سره مخامخ ده خو د ننګرهار په ولایت کې سیمیز چارواکي او خلک وايي چې دغې ډلې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو شمېر چارواکو او اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي چې داعش د دغه ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې لږ تر لږه اته ښوونځي او مدرسې لري، چې پکښې ماشومانو ته د افراطیت زده کړې ورکول کيږي7CFBF3FF-6A0C-4F99-B893-029715529F20_w610_r1_s.

دغه چارواکي او اوسېدونکي، د امنیتي ملحوظاتو له مخې نغواړي چې نومونه یې خپاره شي.

هغوی وايي، په دغو ښوونځیو او مدرسو کې نجونې هم درس وايي خو، وخت یې د هلکانو نه جلا دی. د سرچینې په وینا د دغو ښونځیو ښوونکي دوه ډوله معاشونه اخلي، هم د افغانستان د پوهنې وزارت او هم د داعش له ډلې نه.

کارپوهان وايي د داعش راتلونکی نسل به تر اوسني ډېر خطرناک وي

د ننګرهار په اچین کې هم داعش پنځه مدرسې لري او ماشومان اړ باسي چې په کې درس ووايي. داعش کورنیو ته ویلي که یې ماشومان د زده کړو لپاره مدرسو ته وانه استول، جریمه به شي.

چارواکي او شننونکي وايي داعش چې په هرې سیمې کنترول ولري، خپلې مدرسې هم پکې فعالوي. دغې ډلې د عراق د موصل ښار د نیول کېدو په لومړۍ ورځ تعلیمي نصاب لغوه کړ او خپل افراطي نصاب یې وټاکه.

په موصل کې د کردستان د ډیموکراتیک ګوند د مرکزونو مشر، عصمت رجب وايي “داعش په خپلو مدرسو او ښوونځیو کې ماشومانو ته د وسلو د استعمال لارې چارې ښيي. که کوم ښوونکي د داعش د نصاب مخالفت وکړي، نیول کیږي او وژل کیږي. په دغو مدرسو کې ځونانو ته د ځانمرګږ بریدونو چل هم ورښودل کیږي”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *