د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نویو دروازو پلان

هغه افغان او پاکستاني دیپلوماتانو چې د وروستیو معضلو د حل دپاره یې په اسلام آباد کې سره خبرې وکړې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د ختمولو په هڅه کې او یو څرگنده توافق ته په رسیدو کې ناکام شول.

یو پاکستاني چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل چې د افغان هیات سره د لیدنی په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت معین، اعزاز احمد چودري وویل هیواد یې نیت کړی دی چې د سرحد د اوږدو په څلورو سیمو کې بیلې دروازې جوړې کړي.

هغه زیاته ک47B87B02-232D-40B6-9CCD-52EA22B9A7FB_w987_r1_sړه چې تر اوسه پورې ددې دروازو پر جوړیدو پوره توافق ندی شوی او پاکستاني لوري یوازې غوښتل چې لدې پلان څخه افغان چاروکي خبر کړي. هغه دا دروازې د دواړو هیوادونو د امنیت دپاره گټورې وبللې.

د تورخم په معبر نومي سیمه کې د یوې دروازې د جوړولو کار چې څو ورځی مخکې پیل شوی و، د افغانستان غصه وپاروله او د پولې په دواړو خواو کې د نښتو سبب شو چې په ترڅ کې یې ټول ټال د دواړو خواو څلور تنه پوځیان ووژل شول. وروسته بیا د تورخم لاره د څو ورځو دپاره تړلې وه. د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې سوداگر وایي دغه اقدام هم افغانانو ته ملیون هاو دالره زیان واړاوه.

افغان او پاکستاني دیپلوماتان د وروستیو معضلو د حل دپاره توافق ته ونه رسیدل

هیله دا وه چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین په مشرۍ دا وروستی افغان هیات نن د پاکستاني چارواکو سره په خپلو خبرو کې ددې مسلی بیل اړخونه وارزوي او دا کړکیچ حل کاندي. خو داسې ښکاري چې دا کړکیچ به پر ځای پاتې وي او برسیره پر دې افغانستان اوس د څلورو دروازو د جوړیدو د نوي مشکل سره هم مخامخ شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي دي چې افغان او پاکستاني چارواکي پدې سلا شول چې د اختلاف وړ مسایلو او د سرحدي کړکیچ د مخنیوي دپاره یو موثر میکانیزم را منځته کړي.

ددې اعلامیې پر بنسټ به یاد شوی میکانیزم د شانگهای د همکاریو د سازمان په راتلونکې غونډه کې چې په تاشکند کې جوړیږي، د افغانستان او پاکستان د مشرانو د ملاحظې او منظورۍ دپاره وړاندې شي.

پدې اعلامیې کې دا هم راغلي چې د بهرنیو چارو د وزارت معین د پاکستان د بی موجبو بریدونو په وړاندې د پاکستان بیلابیلې تخطۍ چې د افغانستان په خاوره کې دننه د تلاشۍ د پوستو او د تاسیساتو د جوړولو پلانونه هم پکې شامل دي، د کابل د کلک اعتراض په ترڅ کې پاکستاني چارواکو ته څرگند کړ.

افغانستان، د دیورند کرښه چې په کال اتلسوه درۍ نویم کې امیر عبدالرحمن خان د انگلیسانو سره ورباندی موافقه وکړه، د پاکستان سره د خپلې رسمي پولې په توگه نه مني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *