په ترکیه کې اوس مهال ګڼ شمیر کډوال، د سوریې اوسیدونکي دي

د بشري حقونو مخکښو ډلو د دوشنبې په ورځ د جون په شلمه د مهاجرت د نړیوالې ورځې د لمانځنې په بهانه، د اروپایي اتحادیي او ترکیې ترمنځ د مهاجرت په وروستۍ موافقې او پر هغو شرایطو چې مهاجرین يي په ترکیه کې زغمي، سختې نیوکې کړي دي.

په ترکیه کې د بخښنې د نړیوال سازمان څانګې په استانبول ښار کې د ټولو هیوادونو نه وغوښتل چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره زیات مسؤلیت واخلي.

یاد سازمان په B50209CE-CC62-4227-8D75-7C542CEE31A6_w610_r1_sخپله اعلامیه کې لیکلي، ددی پرځای چې هغه امتیاز ډیر شي چې له مخې یي کډوال په خوندي او قانوني توګه وکړې شي اروپا ته دننه شي، اروپایي اتحادیي د ترکیې سره په غیر قانوني قرارداد د مهاجرت په مخنوي نورهم ټینګار کړې. تراوسه په زرګونو کډوال، اروپا ته د خطرناکو سمندرونو نه د تیریدو په وخت مړه شوي دي.

په ترکیه کې د کډوالو په یو کمپ کې د ترکیې او اروپایي اتحادیې بیرغونه

د موافقې له مخې ددی لپاره چې د سمندر له لارې یونان ته د مهاجرینو تګ محدود شي، د بخښنې نړیوال سازمان ادعا لري چې ترکیې نه یوازې غیر قانوني توقیف خانې زیاتې کړي، بلکې ځنې یي په جبرې توګه سوریې ته په تلو مجبور کړي او یا داسی فشار پری راوړي چې پخپله مهاجرین تلو ته داوطلب شي.

یاد سازمان د انقرې نه غواړي چې مهاجرینو ته حداقل ابتدایي شرایط، لکه کار، صحي خدمات او تعلیمې پروګرام برابر کړي. ترڅنګ یي د اروپایي اتحادیې نه غوښتنه لري چې ترکیې ته پدې خیال چې دا هیواد دریم خوندي ځای ګڼل کیدو، د کډوالو بیرته شړل ورته سمدستي بند کړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم د اروپایې اتحادیې نه غوښتنه کړې چې ترکیې ته د سوري مهاجرینو د بیرته ستنیدو مخکې باید د هغوئ د خوندیتوب او مصؤنیت غوښتنې و ارزول شي.

دا سازامان وایي ډیره ګرانه ده چې ګڼ شمیر مهاجرین، په ځانګړې توګه ترکیه چې د څه باندې دوه ملیونه سوري مهاجرینو کوربه ده، په ډیره تلوسه کې د ژوند لمړنۍ اړتیاوې پوره کول غواړي، خو کمک ورسره نه کیږي. د بشري حقونو نړیوال سازمان د نړیوالو مرستندویه هیوادونو او سازمانونو غواړي چې د مهاجرینو په برخه کې د لمړنیو حقونو لپاره د انقرې د هڅو سره مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *