له ۲۰۰۲ كال راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال بېرته راګرځېدلي دي نن د پناه غوښتونكي نړيواله ورځ ده او جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې اړه خپل پيغام كې ويلي، چې له ۲۰۰۲ ميلادي كال راهيسې ۵ ميليونه افغان كډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي0E05B831-F6C8-4A53-AFAB-DAF2049C60B0_w640_r1_s.

د جمهور رئيس غني په وينا، افغانستان تر هغه وخت بشپړ نه دى، ترڅو چې ميليونه افغانان له هېواده بهر ژوند تېروي.

هغه هيله څرګنده كړې، چې له هېواه بهر افغان كډوال ژر په خپل هېواد كې د يو ښه ژوند لرونكي واوسي: (( پنځه ميليونه افغانان له دوه زره دوهم كال نه  تر اوسه د بيا راستنېدنې د لوى پروګرام له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، تر څو چې زموږ مليونونه خويندې له هېواده لا هم دباندې ژوند كوي د افغانستان پيكر له دوى پرته ناتكميل دى، هيله لرم هغوى چې نن له هېواده دباندې دي ژر تر ژره په خپله خاوره كې د يو باعزته افغان په ډول هوسا ژوند ولري.))

په همدې حال كې د افغانستان د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت وايي، چې اوسمهال نږدې شپږ ميليونه افغان كډوال له هېواده بهر ژوند كوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *