له کابل څخه راغلي په افغان پلاوي کې د حکمت خلیل کرزي سره د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا غړي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو شپږ کسیزه پلاوی د تورخم دروازې د شخړې په هکله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته راغلی او دلته يې له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته شوي.

د پاکستا160618154504_torkham_border_640x360_reutersن د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په خبره، له افغان پلاوي سره په دې کتنه کې د پاکستاني لوري مشري ددغه هېواد د بهرنیو چارو سیکرتر اعزاز احمد چودري وکړه.

له کابل څخه راغلي په افغان پلاوي کې د حکمت خلیل کرزي سره د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا غړي وو.

د پاکستان حکومتي راډيو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خولې د افغان پلاوي د راتګ هرکلی کړی او هیله يې څرګنده کړې چې د همدې خبرو له لارې به د تورخم شخړه هواره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، دې افغان پلاوي لومړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیکرتر اعزاز احمد چودري په مشرۍ کې له يوه له پلاوي سره ولیدل او تر هغه وروسته يې د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره هم جلا وکتل.

 د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تورخم دروازه د روانې مياشتې پر ۱۲مه نېټه هغه مهال لومړۍ نښته رامنځته شوه چې پاکستان غوښتل هملته یوه دروازه ولګوي، وروسته د دواړو غاړو لخوا په ډزو کې یو پاکستانی پوځي مامور او دوه افغان پوله ساتونکي وژل شول

د پاکستاني چارواکو په خبره په دې ملاقاتونو کې د تورخم پر شخړه خبرې شوې او پاکستانۍ غاړې هم نن په کابل کې شوی ځانمرګی برید غندلی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تورخم دروازه د روانې مياشتې پر ۱۲مه نېټه هغه مهال لومړۍ نښته رامنځته شوه چې پاکستان غوښتل هملته یوه دروازه ولګوي، وروسته د دواړو غاړو لخوا په ډزو کې یو پاکستانی پوځي مامور او دوه افغان پوله ساتونکي وژل شول او دواړو غاړو ته يې ګڼ سرتېري او ولسي وګړي ژوبل کړل.

پاکستان وايي، دوی به پر ډيورنډ کرښه له تورخم سره سره پر ټولو هغو لارو دروازې ولګوي، چې پرې وګړي تګ راتګ کوي او دا ځکه چې د پاکستان په خبره همداسې پر ډيورنډ کرښه دواړو غاړو ته د ترهګرو د تګ راتګ او قاچاق مخه نیولی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *