ننګرهار كې ډرون بريدونو ۲۳ داعش وسله وال وژلي د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په مامندو، مزدکي او عبدالخېلو سيمو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو ترسره ش0,,18635910_303,00وي دي.

د سرچينې په وينا، په ترسره شوو بريدونو كې د داعش ډلې يو ميل دهشکه هم له منځه تللې او ملكي وګړو ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى .

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *