ننګرهار كې د بې پیلوټه الوتکې په بريدونو ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي
ننګرهار كې ډرون بريدونو ۲۳ داعش وسله وال وژلي د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په مامندو، مزدکي او عبدالخېلو سيمو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ترسره شوو بريدونو كې د داعش ډلې يو ميل دهشکه هم له منځه تللې او ملكي وګړو ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى .
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.