د بریتانیې د دفاع وزیر مایکل فالن وویل، “کارټر موږ ته وویل چې د سرتیرو د شمیر او له یوه ځای نه بل ځای ته د انتقال په پلان یو ځل بیا غور کیږي”

د متحده ایالاتو اوسنی پلان دا دی چې د ٢٠١٦ میلادي کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ٩٨٠٠ نه ٥٥٠٠ ته راټیټ کړي.

د متCB718CC8-3361-45A1-98F8-6192328371D1_w987_r1_sحده ایالاتو د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس اوباما دیته چمتووالی ښودلی چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د جگړې د زیاتیدو پر بنسټ به د امریکایي ځواکونو په شمیر غور وکړي او ښاغلی کارتر تمه لري چې دا کار په همدې کال کې وشي.

ښاغلي کارتر دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د ناټو ائتلاف په افغانستان کې د روزنې د ماموریت په غځولو او په کال ٢٠١٧ کې د هیواد په څلورو برخو کې د سرتیرو په ساتلو موافقه وکړه.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ وویل “د افغانستان په هکله موږ پریکړه کړې ده چې د خپل قاطع ملاتړ ماموریت به جاري وساتو، مونږ به خپل سمیه ایز انعطاف پذیرې تگلارې ته دوام ورکړو. په دې مانا چې معالومداره خبره مونږ به کابل کې پاتې کیږو خو د هیواد په نورو برخو کې به هم حضور ولرو.”

په افغانستان د امریکا پخوانی قوماندان له اوباما نه غوښتي و چې په راتلونکې کال کې په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتیري پریږدي.

د ناتو یو جگپوړي دیپلومات ویلي چې چارواکي باور لري چې ناټو به د دغه ژمنې لپاره ٥ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ولري چې د افغان امنیتي ځواکونو اوسنی شمیر تر ٢٠٢٠ میلادي کاله پورې تمویل کړي.

د بریتانیې د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل “هیڅ څوک نه غواړي چې د ناکامۍ خبره وکړي. زه فکر کوم چې ټول د افغان ځواکونو د کمزورتیا څخه خبر دي. هغوی په سختې جگړې کې بوخت دي او ورته ډیر زیات تلفات اوړي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *