خبري سرچینې وایي، پاکستان له تورخم وروسته خپل سرحدي ځواکونه سپین بولدک ته څېرمه په وېش سیمه کې پیاوړي کوي  او په صفري سیمه کې د نظامي ځواکونو او درنو وسلو د ځای پر ځای کولو چارې روانې کړي دي.

دغه راز د پکتیا په ډنډ پټان کې هم افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه په صفري سیمه کې د نظامي تاسیساتو له جوړولو منع کړي دي.

په کوټه کې ازاpakistan_afghan_borderد خبریال عبدالرزاق برق نن (چهارشنبه، جون میاشتې ۱۵مه) د ټیلیفون په کرښه سلام وطندار ته وویل، په خپلو سترګو يې لیدلي، چي د پاکستان زیات شمېر سرحدي ځواکونه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د وېش سیمي ته رسېدلي دي.

د ده په قول، له کندهاره هم امنیتي ځواکونه او زغروال ګاډي یادې سیمي ته رسېدلي او د تیارسئ په حال کي دي.

برق زیاتوي، اټکل کېږي، چی دلته به هم د تورخم په شان جګړه رامنځته شي

په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ناخبري ښيي او وايي، چې تراوسه يې داسې څه نه دي اورېدلي.

له بلي خوا د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، دوه ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونه ډنډ پټان ولسوالۍ ته څېرمه په بوړکي تورغونډۍ سيمه کې له صفري نقطې راوړاندې شوي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدران سلام وطندار ته وویل، پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډېورنډ له کرښې۱۵۰ متره لرې تاسیسات جوړکړي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ننګرهار په تورخم بندر کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وخت په وخت نښتي رواني دي او اوس هم د دواړو هېوادونو ځواکونه یو بل ته په سنګر کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *