پاکستاني شخصیتونه: د امام خمیني (ره) لارښونې په اسلامي نړۍ کې د ستونزو د هواری لارې دي

د پاکستان پر شیعیانو تړلې د مسلیمین وحدت سیاسي او مذهبي جرګې لوی منشي د هغه ستونزو په هکله چې اوس مهال په اسلامي نړۍ کې روانې دي اندیښنه څرګنده کړې او حل لاره یې د ایران اسلامي او لوی انقلاب بنسټ ایښودونکي لارښونې یې ددې ستونزو د هواری لاره ښودلې ده.

علامه ‘راجا ناصر عباس جعفری’ چې پّ دې شپو ورځو کې یې په پاکستان کې د شیعیانو د وژلو په غبرګون د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی او په اسلام آباد یې تحصن کړی د امام خمیني 1394092115183847466946910د تلین پر مهال یې ویلي:

۱ – د ایران مشر ځلانده تاریخ کارنامو چې د استکباری قدرتونو پر وړاندې د مبارزي، د ظالمو حکومتون و پر وړاندې د دیریدو او ا یران د خلکو له آرمانونو په ځانګړې توګه د نړۍ د مظلومو کسانو له حقونو د ملاتړ موخه درلوده هیڅکله به له هیره ونه ایستل شي او د وخت په تیریدو سره د نړۍ د خپلواکۍ غوښتونکي ولس په زړونو کې به دده یاد پاتې وي.

علامه جعفری ویلي: امام خمینی (ره) د اسلامي هویت او پر ځان بارونه د نړۍ مسلمانوته ور وګرځوله او اسلامي نړۍ یې له خوبه ویښه کړه.

ده زیاته کړې: نن که د فلسطین خلک یواځې ندي او داسلامي نړۍ عالم د صهیونیستي نامشروع رژیم پر وړاندې د مظلومو فلسطنیانو ترځنګ ولاړ دي، دا لویه لاسته راونه د امام راحل څځه پاتې شوې لاسته راوړنه ده ترڅو فلسطین ولس د یرغل کونکي رژیم پر وړاندې ودریږي او خپل غږ پورته کړي او دده ټینګار د نړۍ د مظلومانو ااو د فلسطین بې دفاع وګړیو ته ددوی حق ورکول و.

د پاکستان دې مذهبي شخصیت ویلي: کله چې استکباري ځواکمنو هیوادونو د اسلامي هیوادونو ترمنځ د مذهبي اختلافاتو له مخې خپلې شیطاني دسیسي په لاره اچولې وي او د مسلمانانو ترمنځ د وآتن د رامنځ ته کیدو په حال کې وو، خو امام خمیني د مسلمانانو ترمنځ د یوالي بیرغ پورته کړ او تل به یې ویل چې د پردیو او د اسلام دښمنو د چلوټو شنډول یواځې د پرګنو او مسلمانانو ترمنځ په یوالي سره شنډیدای شي.

ده زیاته کړې: د امام خمیني له تلینه د څو کلونو په تیریدو سره بیانات، فتواګانې، لارښونې او کړنې حتی اوس مهال هم د ستونزو له حل لارو څخه شمیرل کیږي او که چیرې په سمه توګه دا لارښونې خپلې کړل شي او عمل پرې وشي پّ اسلامي نړۍ کې به ستونزو ته حل لارې پیدا شي.

علامه راجا ناصر عباس جعفری د اسلامي هیوادونو د حق غوښتنې پّ تړاو د یو شمیر اسلامي هیوادونو کمزوري دریځ، په نړۍ کې د یوالي تګلارو نه پلې کولو د نړۍ یو شمیر اسلامي مشرانو چې د نامشروع رژیم او استکباري قوتونو ښکار ګرځيدلي، ته پّ نغوتې سره ویلي: اوس مهال سعودي عربستان د رحماني څیرې په تخریب کې لاس لري او د سعودي عربستان د حکامو کړنې په پوهاوي او یا نه پوهاوي سره د مسلمانانو ترمنځ یوالې ته زیان رسونکې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *