دعربستان له لوري د حج پر وړاندې شوې موضوع د پاکستاني سیاسیونو نیوکه

د پاکستان پر شیعیانو تړلې د مسلیمین وحدت سیاسي او مذهبي جرګې لوی منشي د روان کال د حج موضوع په هکله د ایراني او عربستاني چارواکیو خبرو ته په نغوتې سره ویلي: سعودي عربستان دا ځل هم په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د واټن رامنځ ته کولو په موخه تګلاره خپله کړې ده. دوی باید د تیر کال د حج په مراسمو کې د لسګونه بیګناه حاجیانو د وژنې په هکله ځښتن تعالی ته باید ځواب ویونکي وي.

علامه جعفري ویلي: ټوله سیمه او نړۍ په دې پوهیږي چې د سعودي عربستان مشران تکفیري ډلې رامنځ ته کوي او د واټن رامنځ ته کولو سیاست یې خپل کړی دی او د خپل ځآن د س139312051626135014813134اتلو لپاره غواړي په اسلامي نړۍ کې ګډ وډي رامنځ ته کړي.

ده ویلي: د سعودي عربستان کړنه او سیاست شیعیه ځپنه ایران ځپنه او په ټولیزه توګه د اسلام ضد سیاست یې په لاره اچولی دی.

دې پاکستاني سیاستوال ویلي: آل سعود تل دروغ ویلي دوی تل له ایران سره ناسم وو او تل یې له اسلامي جمهوریت سره به خبرو کې بهانه جګړه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *