د می په ۳۱ عراقي ځواکونو فلوجې ته نژدې ځنې ساحې ونیولې

د ملیشؤ د قوماندانۍ معاون چې د عراقي حکومت سره ملګري دي، وویل چې د دوئ وسله والو په فلوجه ښار کې خپل ماموریت څه ناڅه پای ته رسولې دی.

ابومهدي المهندس ویلي د الشهدالشبح جنګیالیو د فلوجه ښار ته څیرمه د ګرما، سقلاویه اوالبشیجل سیمې آزادې کړي دي او دیته تیار وو چې که د عراق اردو اجازه ورکړي نو د فلوجې ښار به هم آزاد کړي7DF82FB2-AF59-46B3-8A8A-3ECDD2357CF3_cx0_cy7_cw0_w987_r1_s_r1.

عراقي ځواکونو د داعش د وسله والو نه د لویدیځ ښار فلوجه د بیرته نیولو لپاره نژدې دوه اونۍ مخکې عملیات پیل کړي وو.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي دا تاید کړه چې د فلوجې د جګړې له امله د سیمې وتل شوو ملکي خلکو سره سهوا بد چلند هم شوی دی.

صدراعظم عبادي د شنبې په ورځ د جګړې په لمړۍ کرښه کې د عسکرو سره ولیدل او وی ویل چې د ملکي خلکو په وړاندې د هغه د ځواکونو لخوا بد چلند د منلو وړ ندی.

په فلوجې ښار کې څه ناڅه ۵۰ زره اوسیدونکي د جګړې په ساحو کې ګیر پاتې دي او شاوخوا ۱۲ زره نورو وکړې شوو چې د می میاشتې په ۲۲ د نظامي عملیاتو مخکې له سیمې ووځي.

طبي مامورانو او مقاماتو د یکشنبې په ورځ وویل د الفرات د سیند نه د پوری وتلو په وخت کې لږترلږه څلور کسان ډوب شوو او نهه نور لاهم لادرکه دي. دوئ غوښتل د فلوجه ښار له هغو ساحو وتښتي چې د داعش ډله پرې حاکمه ده.

د ملګروملتونو په وینا په فلوجه ښار کې شاوخوا ۵۰ زره خلک اوسیږي خو اوبو، خوراک او صحي خدمات یي ډیرمحدود دي.

فلوجه په عراق کې د امریکا تر اشغال وروسته او د شیعه رهبرۍ لاندې ملیشو چې په ۲۰۰۳ کال کې د سني مشر صدام حسین تر پرزیدو وروسته حاکمیت ته رسیدلي پرضد جګړو په مرکز بدله شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *