ښاغلی کرزی وايي د نوازشریف په بلنه پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي د ۱۸۹۳ کال نه چې “انګریزانو د ډیورنډ کرښه پر موږ تحمیل کړه” تر اوسه پورې افغانانو پر دې کرښې بیله ویزې او پاسپورټ تګ او راتګ کړې دې.

پاکستان له یوې اونۍ راهیسې د تورخم لاره د هغو افغانانو پر مخ تړلې ده چې دغه هېواد ته د سفر ویزه نلري. اسلام آباد تر دې دمه پدې هکله سپیناوی ندی ورکړی خو وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و چې د ورانکارو ډلو د مخنیوي او د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره یو لړ اقدامات پلي کړي.

حامد کرزي وویل چې د تورخم د لارې بندول به د ترهګرۍ او امنیت ستونزې حHamid-Karzai-orders-prosecution-for-prisoners-torturersل نکړي او پاکستان باید خلک پریږدي چې آزاد سفر وکړي.

ښاغلي کرزي دغه راز وویل چې د پاکستاني صدراعظم نواز شریف په بلنه به دغه هېواد ته سفر وکړي او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوهاوی او سمون پیاوړی کړي.

ښاغلي‌ کرزي پاکستاني چارواکي ته په خطاب کې وویل “دوست او ورور افغانستان شونی دی خو تر پښو لاندې افغانستان شونی ندی”.

د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې پدې وروستېو کې بیا ترینګلې شوي. تېره میاشت د افغان حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته خپل رسمي سفر لغو کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *