ولسي جرگي گتي اخستني ته د سلما د دند سپارل د هيواد په اقتصادي برخه کي لويه لاسته راونه ښودلي ده   ددي جرگي د غريو په وينا له دي سره چي له دي دند خخه به دوه خلويشت ميگاواته برشنا تر لاسه شي اويا زره هکتاره کرهنيزه خمکه به هم خروبه شي. له دي سره ددي جرگي غريو ويلي پاکستان افغانستان ته د ترهگرو په رااستولو سره د هيواد په ورانولو پسي را اخس1-10تي خو هندوستان د افغانانو په خوشه گام پورته کوي

د سلمان ډنډ نن له څلویښتو کلونو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نارندرا مودي په ګډون سره ګټې اخستنې ته وسپارل شو. ددې پروژې په پشپړیدو سره په لسګونه هکتاره ځمکه خړوبه کیږي او د دوه څلویښتو میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري. ولسي جرګې نن پر دې پروژه د هند د درې سوه میلیونه ډالرو لګول شوې مرستې څخه خوښي څرګنده کړې او دایې د اقتصادي ودې په لور لومړنۍ ګام ښودلی دی.

پّ تیرو پنځه لسو کلونو کې د سلما ډنډ پروژه لویه اقتصادي پروژه وه چې ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده ددې پروژې پلان څلویښت کاله مخکې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال رامنځ ته شوی وو خو د کورنیو جګرو له امله یې پلې کول ځنډول شوي وو خو نن دا څلویښت کلنه تمه پای ته ورسیده او دا پروژه د هندو د درې سوه میلیونو ډالرو په مرستې سره ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

له دې سره چې دا د هندوستان لومړنۍ مرسته نه وه بلکې مخکې له دې هم د تیر کال په وروستیو کې د هند لومړي وزیر د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ په پرانستولو سره چې د هندوستان له لوري په مرسته شویو دوه سوه شلو میلیونو ډالرو رغول شوې   د افغانستان او هند ترمنځ ملګرتیا په ډاګه کړه.

ویل شوي چې د پارلمان دا ودانۍ به تر راتلونکو سلو کلونو کار ورکړي

هند پّ سیمه کې د پاکستان سیال هیواد ګڼل کیږي پآکستان له دې سره چې له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري د کابل سیاسیونو ته یې ډيری ستونزې رامنځ ته کړې دي نن یو شمیر استازو په دې هکله وویل

ولسمشر هم نن د سلما ډنډ په پرانستونکو مراسمو کې وویل که چیرې پاکستان په افغانستان کې مداخلې ته دوام ورکړي دوی ملګرو ملتونو ته ددې هیواد پر وړاندې شکایت وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *