د عراق فلوجي شار د سقلاويه له سيمي په سلگونه ملکي کسان ژغورل شوي دي ويل شوي چي د فلوجي شار د نيولو په موخه په عملياتو کي دولتي سرتيرو پرمختگ کري دي

د عراق دولتي سرتیرو چې ویل کیږی تر اوسه یې د فلوجې ډيری سیمې نیولې دي د سقلاویې سیمې ته د تدارکاتو په حال کې دي او په همدي موخه دوی تیره ورځ به سلګونه کسان له دې سیمې ایستلي دي خوشي شوي کسان خوښ ښکاري او51211_656 د عراق امنیتي ځواکونو څخه منندویي کوي.

د فلوجې کډوال: “تاسو مونږ له جهنم څخه وژغورلو خدای د له تاسو راضي وي تاسو ډير ځواکمن یاست تاسو زمونږ د سر تاج یاست »

اوس مهال د جرما سیمه د عراقی ځواکونو په واک کې ده او دوی وایي هڅه کوي ترڅو ملکي کسان له دې سیمې وباسي.

ابومهدي مهندس – “جرما اوس مهال مصونه ده مونږ د پوځ د عملیاتو د بدلون په هڅه کې یو مونږ غواړو چې ملکي کسان په ښونځيو د خلکو په کورنو او نورو سیمو کې د اجازی له تر لاسه کولو وروسته ځای پر ځای کړو د خلکو د میلمه پالنې روحیې ته په کتو سره ددوی ځای پر ځای کول به ډير وخت ونه نیسي له دې سره چې د کډوالو ځپې ستونزې له ځان سره لري او مونږ نه پوهیږو چې په راتلونکې کې به څه پیښ شي.”

د فلوجې د آزادوالو فرمان دوه ورځې وړاندې ددې هیواد لومړي وزیر حیدر عبادي له لوري د ملکي کسانو د تلفاتو مخنوي په موخه وځنډول شول

فلوجه چې د عراق دوهم لوی ښار دی په دوه زره څوارلسم کال کې د داعش لاس ته ورغی   د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې په دې ښار کې اوس مهال بنځوس زره ملکي کسان شتون لري چې له ډيریو یې د انساني سپر په توګه کار اخستل کیږي له دې سره د عراق حکومت ژمنه کړې چې ډير ژر به دا ښار له وسله والو پاکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *