سلګونه کاله وړاندې د تصوف چشتیه طریقې، ختیځ لور ته خوځښت پيل کړ او تر هنده ورسیده. هلته یې څو میلیونه مینه وال په ځان راټول کړل، خو څوک نه پوهیدل چې یو وخت به د همدی چشت ولسوالۍ مرکز ته نږدی پروت کلی سلما د افغان- هند د دوستۍ زمینه برابره کړي.

د سلما بند د جوړولو لپاره – چې اوس د افغان-هند د دوستۍ د بند په نوم یادیږي، نږدې څلور لسیزې مخکې لومړي ګامونه پورته شول.

د سلما بند د هرات ښار ختیځ لور ته – ۱۷۰ کیلومتره لرې، د چشت شریف په ول160603110115_salma_dam_640x360_bbc_nocreditسوالۍ کې موقعیت لري، چې د هریرود سیند پر سر جوړ شوی دی.

دا بند ۳ کیلومتره پلنوالی – ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۷ متره لوړوالی لري. دا بند دا راز د ۶۴۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د سلما بند په اړه لومړنۍ تفصیلي او تخنیکي څېړنې په ۱۳۵۱ کال او عملي چارې یی په ۱۳۵۵ لمریز کال کې پيل شوې.

هغه مهال پتیل شوی وه، چې دا بند به د ۷۴ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي کېږي او تر ۱۳۶۱ لمریز کال پوری به ګټه اخيستنې ته چمتو شي.

د لګښت پوره کولو لپاره سعودي عربستان ژمنه کړې وه چې ۵۵ میلیونه ډالره به د افغانستان دولت ته پور ورکوي او پاتې برخه به د افغانستان د دولت له بودیجی ورکول کېږی

دا بند داراز د ۶۴۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري

د جګړو له پيلېدو سره په ۱۳۵۷ کال کی د دغه بند پيل شوې چارې وځنډول شوې او هلته پراته وسایل او وسایط هم له منځه لاړل.

سلما د طالبانو د واکمنۍ له وروسته

د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود نوم د سلما له بند سره غوټه ښکاري. له نوموړي وورسته د مخکني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له خوا د سلما بند جوړولو هڅې بیا پیل شوې.

هند له ۱۳۵۱ کال څخه بیا تر ۱۳۵۵ لمریز کاله پورې د دغه بند په اړه یولړ تخنیکي څېړنه ترسره کړې وه.

په ۱۳۸۴ لمریز کال کی د افغانستان او هند تر منځ یو تړون لاسلیک شو، چی پر بنسټ یی هند ژمن و د بلاعوضه مرستو په توګه دا بند ورغوي او لګښت یی هم ورکړی.

Image caption د سلما بند په اړه لومړنۍ تفصیلي او تخنیکي څېړنې په ۱۳۵۱ او عملي چارې یی په ۱۳۵۵ لمریز کال کې پيل شوې

په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د بند د رغولو کار پيل شو. بند باید په دریو کلونو کی د شاوخوا اتیا ملیونه ډالرو په لګښت رغول شوی وای، خو د هغه څه له کبله چی دولت یی تخنیکي ستونزې بولي، دا پروژه څو کاله نور هم وځنډیده او لګښت یې هم تر ننه نږدی دری سوه میلیونه ډالرو ته رسیدلی.

خولې او وینې

معمولا په لویو بنسټیزو پروژو کی چې رغول یې ډېر وخت او ګڼ شمېر کارګران غواړي، یوشمېر کارګر د کار پر مهال او د ناڅاپي پېښو له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

خو د سلما بند داسې پروژه نه وه چې د رغولو لپاره یې یوازې خولې تویې شي.

څو ځلې د ناپیژندل شویو وسله والو کسانو لخوا د دغه بند پر ساتونکو خونړي بریدونه وشوو او ان یوشمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم واوښته.

د دغو پېښو پړه چا پر غاړه وانه خیسته، خو د بند د رغونې چارې روانې وې.

سلما ولې مهم دی؟

دا په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو ستره او بنسټیزه پروژه ګڼل شوې. دغه بند کولای شي، د هرات له چشت ولسوالی نه د ایران تر ګډې پولی پورې دوه سوه زره جریبه ځمکې خړوبولو ته اوبه چمتو کړي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویلي اوس دغه هېواد د هریرود اوبه تر یوې کچې په خپل کنترول کې لري.

چارواکي وایي لا له وړاندې له دغه بنده د کرنیزو ځمکو لپاره په ثانیه کې دوه سوه متر مکعبه اوبه خوشې کوي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، تر دې مخکې چې دا بند نه و رغول شوی ډېره ګټه به له ځمکې لاندې شته اوبو نه اخیستل کېده او دې بهیر چاپيریال ته هم ګواښ پېښ کړی و.

Image caption پیل کې چې دا بند به د ۷۴ میلیونه ډالرو په لګښت رغول کېږي او تر ۱۳۶۱ لمریز کال پوری به ګټه اخيستنې ته چمتو شي

دغه بند درې توربینونه لري. هر توربین ۱۴ میګاواټه او ټوله ۴۲ میګاواټه برېښنا به هم تولیدوي.

د اوس لپاره د دغه بند برېښنا یوازې د هرات د ښار سره نښلول شوې، خو چارواکي وایي، هغو څلورو ولسوالیو ته به چی د دی لاری په اوږدو کی موقعیت لري، هم تر راتلونکي یوه نیم کاله پوری برېښنا ورکوي.

سلما او ګاونډیان

داسی ښکاري چې د افغانستان ځینې ګاونډیان په ځانګړې توګه پاکستان او ایران به د دغه بند په رغېدو خوشحاله نه وي

لرې او د چشت شریف په ولسوالۍ کې موقعیت لري

سره له دې چې پاکستان تراوسه په ښکاره د دغه بند د رغېدنې سره مخالف نه دی څرګند کړی خو ځينی کارپوهان وایي، دغه هېواد به په افغانستان کې د هند په لاس د داسې یوې سترې پروژې په ترسره کېدو خوشحاله نه وي.

ایران بیا خپله خواشینې پټه کړې هم نه ده او په وار وار یې په دی اړه اندېښنه څرګنده کړې. د ایران د ځینو رسنیو له لارې په خپرو شویو تبصرو کې راغلي، چی که دا بند ګټې اخیستنې ته وړاندی شي د هغو اوبو کچه به ۷۳ سلنه لږ شي، چې د هریرود له لارې د ایران ختیځو سیمو ته اوړي.

ایران ته د افغانستان د ولسمشر په وروستي سفر کې هم د رپوټونو پر بنسټ، د ایران رهبر ایت الله خامنه ای د اوبو د لانجې خبره راپورته کړې وه.

د رپوټونو پر بنسټ، افغان ولسمشر ویلي چی ژر به یو پلاوی ټاکي چې دغه مساله له نړیوالو قوانینو سره سمه حل کړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *