سید روح الله خمیني د ۱۲۸۱ د وږې یا سنبلې میاشتې په ډيرشمه نیټه چې د نولس سوه دوهم زیږدیز کال د سپتمبر له یو ویشتمې سره سمون لري، د ایران اراک ولایت په خمین ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستلې.

دی د کورني کوچونۍ زوی وو او له ده څخه یې دوه وروڼه او یک خور مشران ؤax-emam-khomeini-02.

د خمیني د واکمنۍ پر مهال د ایران ډيرۍ سیمې په ځانګړې توګه د خمین ښونځۍ په اوسني حالت نه ؤ، د خلکو هغو ډلو چې د خپلو اولادونو ښونه او روزنه دوی ته اړینه وه خپل اولادونه به یې د کور ښونځي استول ترڅو لیکل لوستل د قران کریم زکړې تر لاسه او فارسي ادبیات زده کړي.

طبعآ خمیني هم ښونځي ته استول شوی ؤ او د «ملا ابو القاسم » تر ښونې لاندې «عم جز»د سعدي او بوستان او د یو شمیر نورو دبي کتابونو زدکړه یې ترې تر لاسه کوله.

د ایران او خمین سیاسي او ټولنیز شرایط په دولس سوه نویم تر دیارلس سوه پورې چې د سید روح الله خمیني له ځوانۍ سره یې سمون درلود، زړه بوګنونکی حالت ؤ. مرکزي حکومت کمزوری شوی ؤ او سیمه ایزو خوانینو ځواک تر لاسه کړی ؤ چې د سید روح الله خمیني د پلار د وژل کیدو لامل هم شو.

خیمني په دیارلس سوه اتم کال کې له میرمن «خدیجه ثقفي» چې د «قدس ایران» په نامه پیژندل شوې وه د محمد ثقفی تهراني له لور سره یې واده وکړ.

دی له ماشوم توبه او تنکۍ ځوانۍ راهیسې له حکومت او سیاسي قدرت په مسله کې له ټولنیزو او سیاسي مسولو کې ځانګړې ښکیلتیا درلوده، ده په بشپړه توګه په خمین او پر خپلې کورنۍ د سیمه ایزو دقدرتونو ځورونه وڅکله.

تبعآ د سیاست په امر کې، قدرت او حکومت ددوی لپاره ځانګړې ځانګړتیا درلوده. خو په ظاهري ډول د لومړي ځل لپاره په دوه زره دیارلسم کال کې تر دیارلس سوه شپږم کاله له سیاست او حکومت سره په ځآنګړې معنا سره مخ شو.

په دیارلس سوه یو څلویښتم کال کې د محمد رضا پهلوي له کړنو سره د سید روح الله خمیني مخالفتونه جدي شول او د حکومت له لوري د ټولپوښتنې په تر سره کیدو او د پایلو له اعلان سره یې رضا شاه ته د وینا او نصیحت کولو لاره خپله کړه.

په دې وینا کې ده ټول پوښتنه نمایشي وښوده. د ټولپوښتنې پایلو په اعلان سره ویل شوي وو چې نهه نوي سلنه خلکو د شاه له روي وړاندیزونو ته مثبته رایه ورکړې ده.

په دیارلسسوه درې څلویښتم کال کې د کابیتالاسیون له قانون سره د مخالفت او د کورني امنیت د ګډ وډولو له مخې له ایرانه (ترکیې، عراق او فرانسې ته) تګ ته تبعید شو. ځکه چې د اساسي قانون له مخې د تقلید مراجع نیول او بندي کول منع ؤ. دتبعید پر مهال د وینا فایلونو په استولو سره به یي د فکري انقلاب مشري کوله خو له څوارلسو کلونو وروسته د دیارلس سوه اوه پنځوسم کال د دلوې میاشتې په دولسمه نیټه ایران ته بیرته را وګرځید.

د امام خمیني حق غوښتنه او د عدالت غوښتنې نارو په دیارلسسوه اوه پنځوسم کال د دلوې میاشتې په دوه ویشتمه نیټه نتیجه ورکړه او د ایران شاهي نظام نسکور شو او ایران په رسمي ډول بریالی شو او ده د انقلاب د مشر په توګه د چارو واکمني تر لاسه کړه. دا لس ورځې لس سباونه یاد شوي دي.

د نولس سوه نهه اتیام زیږدیز کال په لومړی ورځ چې د دیارلس سوه اوه شپیتم کال د جدې میاشتې له یولسمې سره سمون لري ـ آیت ‌الله جوادی آملی، محمد جواد لاریجانی او مرضیه حدیده ‌چی‌ دباغ د آیت الله خامنه یي له لوري د استازو په توګه د شوروي وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف ته دده لیک وسپاره. د ایران مشر په دې لیک کې د کمونیزم د له منځه تلو خبرداری ورکړی ؤ.

ګورباچف له دیارلس سوه اته اویایم کال وروسته په یوه مرکه کې د ایران د نوي نظام رامنځ ته کونکي د خبرداری په هکله د بیغورۍ په تړاو چې ده یې په هکله بیغوري کړې وه خواشیني څرګنده کړه.

خو د خیمني له قیام څخه تر ټولو مهمه بیلګه داده چې باید د نړۍ مسلمانان یو لاس شي او د نړیوال ظلم او استکبار پر وړاندې باید ودریږي.

د امام خمیني (ره) موخه د مسلمانانو ویښول او د خدای په ځمکه کې د اسلامي قوانینو پلې کول او په ټولو اسلامي هیوادونو کې د اسلامي کلتور پلې کول وه.

د امام خمیني په مشری په ایران کې د اسلامي انقلاب بریالي کیدل یو ټولیز قیام او په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لویه زدکړه ده. ځکه د خمیني له قیام وروسته په اسلامي نړۍ او مستعمره هیوادونو کې لویه ویښتیا رامنځ ته شوه  او اوس هم په یو شمیر هیوادونو کې د ځینو خوځښتونو شاهدان یو چې جرړې یې دده له قیام سره تړلې دي.

امام خمیني چې داسلامي نړی د ژغورنې لپآره یې کومه مفکوره او تګلاره درلوده، د خدای ج په مرستې سره یې د ایران خلک بریالي کړل.

ده د خپل دې خردمندانه خوځښت سره اسلامي غني کلتور پلی او د اسلامي هیوادونو د خلکو لپاره یې د پاڅونونو لاره هواره کړه ځکه چې یو شمیر هیوادونه د نړیوالو استبکاره هیوادونو تر اواغیزې لاندې وو.

د خمیني اسلامي فکر او مفکوره په اسلامي نړۍ کې د عطف ټکی شمیرل کیږي، ځکه چې ددوی پلانونو او تګلارې په اسلامي نړۍ کې ژور بدلونونه رامنځ ته کړي دي.

له دې سره چې زمونږ پّ هیواد کې د لویدیځ کلتور د ورځې په تیریدو سره پیاوړی کیږي او ځینې ساده ډوله ځوانان تر خپلې اغیزې لاندې راولي نو له دې مخې د مسلمان ولس د ژغورلو یواځینۍ لاره، د قراني لارښونو او د امام خمیني د فکري لارې پلې کول ده.

امام خمیني له ډیریو ګامونو پورته کولو اواغیزناکه هڅو وروسته، د دیارلس سوه اته شپیتم کال د جوزا میاشتې په پنځه لسمه نیټه یې له دې نړیه سترګې پټې کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *