لومړی پاکستانې چارواکو د اپرېل ېو دېرشمه د افغان کډوالو لپاره اخرې نېټه ټاکلې وه خو بېا وروسته دغه موده د ېوې مېاشت لپاره وغځوله شوه

پېښور کې د افغانستان کونلسګرۍ تړل شوې ده. د یپلوماتیکو سرچینو بي بي سي سره خبرو کې د کونسلګرۍ تړل کېدل تایید کړي دي.

اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهرخان د افغان دیپلوماتیکو سرچینو له قوله وايي، چې د پېښور افغان کونسلګرۍ د دوی په وینا د دغه ښار په صدر سیمه کې له افغان دیپلوماتانو سره د پاکستاني160514135736_torkham-gate_624x351__nocredit امنیتي ځواکونو له لوري د ناسم چلند له کبله د احتجاج په توګه تړله شوې.

افغان دیپلوماتیکو سرچینو دا هم ویلي، چې دوی په دې لړ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو ته رسماً احتاج کړی دی.

دم ګړۍ پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په خبره په هغه سیمه کې، چې افغان دیپلوماتان تګ راتګ کوي، سره له دې، چې د کونسلګرۍ پر ګاډو دیپلوماتیک پلیټونه لګیدلي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو چلند وروسره مناسب نه دی.

خو افغان دیپلوماتیکو سرچینو بي بي سي خبرو کې منلې، چې پاکستاني چارواکو یې د شکایت رفع کولو ډاډ ورکړی او کونلسګرۍ به سبا پرانیستله شي.

له دې مخکې رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي و، چې پاکستاني چارواکو خېبر قبایلي سیمه کې د لاوډسپیکرونو له لارې اعلان کړی، چې د جون میاشتې له ۳۱ وروسته به هېڅ افغان ته پاکستان ته د ننوتو اجازه نه وي، چې قانوني اسناد و نه لري.

د پاکستانې چارواکو لخوا افغانانو ته په تورخم لوې لارې د تګ راتګ موده نن پای ته رسېږې او د جون له لومړې نېټې وروسته به له قانونې اسنادو پرته ېو افغان وګړې ته هم پاکستان ته داخلېدو اجازه نه وي.

لومړی پاکستانې چارواکو د اپريل ۳۱ د افغانانو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه خو بېا وروسته دغه موده د ېوې مياشتې لپاره وغځوله شوه.

په تورخم پوله د افغان او پاکستانې پوځي چارواکو تر منځ د دوشنبې په ورځ په دې اړه يوه غونډه شوې.

خو د پاکستاني چارواکو په وینا په دې اړه به وروستۍ پرېکړه اسلام اباد کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *