دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې فلسطین کې د اعدام لومړۍ پېښه ده.

د فلسطین غزې تراډه کې درې فلسطینیان د قتل په جرم اعدام شوي دي. په لوېدیځه تراډه کې فلسطیني چارواکو د اعدام دا کړنه غندلې ده.

اسلامپالي حماس غورځنګ ويلي، دغه کسان د سې شنبې په ورځ وروسته تر هغه راځړول شوي او یا په ډزو ویشتل شوي، چې د استیناف غوښتنه یې رد شوه.

که160526145551_gaza_640x360_afp څه هم د اعدام لپاره په قانون کې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس تایید ضروري دی، خو حماس یې تایید نه دی ترلاسه کړی.

حماس او د فلسطیني ولسمشر عباس فتح ډلې په ۲۰۱۴ کال یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې اوه کلن وېش ته د پای ټکی کېښودل شو. وړاندې د غزې تراډه او لوېدیځه تراډه د جلا سیالو حکومتونو له خوا اداره کېدې.

که څه هم دغه هوکړه په بشپړه توګه عملي شوې نه ده، خو لاهم حماس پر ګڼو سیمو پوره واکمني لري.

ویل کېږي په اعدام شویو کې یو پولیس دی، چې لوېدیځه تراډه کې د فلسطیني چارواکو له خوا ګومارل شوی و او د سې شنبې په ګهیځ اعدام شو.

په غزه کې د لوی څارنوال دفتر ویلي دغه کسان ځکه اعدام شول چې نورو ته پند شي او د جرمونو مخه ونیوله شي.

په غزه کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، د اعدام پرمهال د مقتولینو کورنۍ، لوی څارنوالی او د فلسطیني ډلو استازي هم موجود وو.

د بشري حقونو ډلو او ملګرو ملتونو پر حماس د اعدام د مخنیوي غږ کړی و.

دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې فلسطین کې د اعدام لومړۍ پېښه ده.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، له ۲۰۰۷ کال راهیسې غزه تراډه کې تر ۴۰ ډېر کسان اعدام شوي.

پر ډېری اعدام شویو کسانو پوځي محکمو کې د اعدام حکمونه شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *