د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کابل څه باندې ۳۵ په سلو کې ښاریان تنباکو او د تنباکو نه جوړ نور مخدرات استعمالوي. په تنباکو اخته کسان ۱۵ کلن او تر هغه زیات عمرونه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې تنباکو په نړۍ کې په هرو شپږو ثانیو کې یو انسان او په هر کال کې شپږ میلیونه انسانان وژني، چې شاید تر ۲۰۳۰ کال پورې دا37CB3B23-AC2F-43CE-B397-60EA2E07C25D_w987_r1_s شمېره په کال کې اته میلیونه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ځوانانو کې د قیلون یا شېشې څښل هم زیات شوي، چې دا تر سګرټو ډېر زیان اړونکي دي.

تنباکو خپل نیم استعمال کوونکي انسانان وژني

تنباکو په هرو شپږو ثانیو کې یو او په هر کال کې شپږ میلیونه انسانان وژني

په نړۍ کې تر ۸۰ فیصده زیات سګرټ په بې وزله هېوادونو کې څکول کیږي

تنباکو ۲۵۰ زهرجن مواد لري

په عامه ځایونو کې د تنباکو استعمال بې شمېره ماشومان رنځوروي

د سګرټو لوګي هر کال په نړۍ کې ۶۰۰میلیونه انسانان وژني، چې ۲۸ فیصده یې ماشومان دي

هغه کسان، چې تنباکو او د تنباکو نه جوړ نور نشه یي مواد استعمالوي، تر نورو انسانانو ډېر د سرطان، زړه او سږو، د وینې فشار، شکر او په نورو ناروغیو اخته کیږي.

څېړنو ښودلې چې، ۴۲ په سلو کې تنفسي ناروغۍ او لس په سلو کې د زړه د والونو د بندېدو ستونزې د تنباکو له استعمال نه پېدا کیږي.

د نیکوتین استعمال- په تنباکو کې ګډ زهر- انسانانو ته د لږ وخت لپاره خوښي بخښي، خو څېړنه وايي چې په نیکوتین اخته کېدل تر شرابو هم خطرناکه دي.

تر ۸۰فیصده زیات تنباکو په بې وزلو هېوادونو کې استعمالیږي، خو په پرمختللیو هېوادونو کې بیا د تنباکو استعمال کم دی، دا ځکه چې بې وزله هېوادونه پر تنباکو مالیه کمه اېښودل کیږي او په بازار کې هم ارزانه پیدا کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تنباکو ضد قانون توشیح کړی، چې د تنباکو استعمال کم او په رسنیو کې به یې اعلانونه هم محدود او منع کړل شي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دغه قانون کې دولتي او نا دولتي ادارې، روغتونونه، هوټلونه او رستورانتونه او نور عامه ځایونه کې د سګرټ څګول منع کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *