ملي وحدت حكومت په خپلو ژمنو كې پاتې راغلى
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/05/DB15B012-0D8D-4F9C-A305-8EE09C2F0A97_cx9_cy6_cw89_mw1024_mh1024_s.jpg)
رباني: ملي وحدت حكومت په خپلو ژمنو كې پاتې راغلى د جمعیت اسلامي ګوند وایي، د ملي یوالي حکومت د خپلو ډېر شمېر هغه بنسټیزو دندو چې د ملي یوالي د حکومت د جوړېدو په هوکړه لیک کې ذکر شوي، په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.
د دغه ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د شنبې په ورځ یې د نوموړي ګوند په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، د ملي یوالي د حکومت مشرانو په خپلو ډیرو هغه ژمنو عمل نه دی کړی چې د حکومت د جوړېدو په هوکړه لیک کې یې پرې هوکړه کړې وه.
رباني وایي، باید تر دوه کلونو پورې د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه شوې وای خو په وینا یې تر اوسه پورې د دغه جرګې د جوړېدو لپاره لومرني کارونه لکه د ټاکنیزنظام اصلاح کول، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ترسره کول هم نه دي شوي او په وینا یې له ټاکنیزو اصلاحاتو او الکترونکي تذکرو له وېشلو پرته د رڼو ټاکنو تمه هم نه شي کیدی.
د جمعیت د ګوند مشر صلاح الدین رباني دغه راز په هیواد کې د سولې له لړۍ هم ملاتړ وکړ او د دولت له وسلوالو مخالفینو څخه یې وغوښتل چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له سیاسي لارو چارو مبارزه وکړي.
دا په داسې حال كې ده چې نن د حراست او ثبات شورا مشرانو هم په يوه غونډه كې پر حكومت ګڼې نيوكې لرلې.