د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، ګومان نه کوي، چې نژدې راتلونکي کې به “سخت دريځي” خبرو ته چمتو شي او وايي اټکل کېږي، چې دوی به له تاوتریخوالي ډکه اجنډا پر

ولسمشر اوباما دغه خبره جاپان کې د جي اووه غونډې پر مهال رسنیو ته کړې. ښاغلي اوباما خبرداری ورکړی، چې طالبان به افغانستان کې تاو تریخوالي روان وساتي.

نوموړی وا160525181112_obama_japan_press_624x351_apيي،” زموږ تمه دا ده، چې طالبان به تاو تریخوالي ته دوام ورکړي”

امریکايي ډرون الوتکې د پاکستان په بلوچستان کې یو ګاډی په نښه کړ، چې په کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو.

وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل او مولوي هبت الله اخندزاده یې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

په دې اړه د خبرو پر مهال اوباما ومنله چې طالبانو کې به داسې څوک نه وي، چې خبرو ته کښېني.

ښاغلی اوباما وايي “ما داسې تمه نه کوله، چې کوم دیموکرات، لبرال مشر به وټاکل شي”

نوموړی زياتوي “زه کومه تمه نه لرم، خو هیله مند یم یو وخت به راشي، چې طالبان پوه شي، چې دوی باید څه وکړي او له حکومت سره به خبرې پیل کړي”

وسله والو طالبانو د نوي مشر په توګه د مولوي هبت الله له ټاکلو وروسته د سولې خبرو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *