عراقي پوځ ویلي چې د فلوجي په درې ورځینو عملیاتو کې یې نولس سیمې د داعش له وسله والو پاکې کړې دي چې په لړ کې یې د ددې ولایت د والي مرستیال په ګډون په لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. عراقي پوځیانو ویلي داعش د عراقي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي په موخه سمنټي دیوالونه جوړ کړي خو ددی دا هڅې کومه ګټه نلري.

0,,15742828_303,00

سمير محمد؛ “مونږ له دې سیمې دوه ورځې وړاندې د داعش وسله وال په شا کړي دي له دې وروسته هم خپل پرمختګ ته دوام ورکوو اوس تر جرما رسیدلي یو په هغه سیمه کې له یوه لوی سمینټي دیوار سره مخ شوو دیوار مو هم ړنګ کړ او دښمن ته مو ماته ورکړه زمونږ دښمنان اوس له لرې سیمې پر مونږ توغندي توغوي او ډزې کوي ترڅو په دې سره زمونږ مخنیوی وکړي خو مونږ ډير ژر فلوجه ښار ونیسو»

د فلوجې عملیات په لومړنیو دریو ورځو کې د فلوجې ښار په شاوخوا متمرکزه وو ترڅو په دې سره وسله وال مخالفینو یې د ښار په دننه کې کلابند شي له دې سره ددې عملیاتو په پیلدو سره د داعش پر وړاندې له درنو وسلو هم کار اخستل شوی دی.

د فلوجې د خپلواکۍ عملیات د تیرې اونۍ د دوشنبې له ورځې د دوه ویشتو زرو کسانو په ګدون سره پیل شول. دا ښار په عراق کې د داعش له مهمو مرکزونو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *