په عراق کي لاريون په تاوتريخوالي اوښتی دی له دې سره چي لاريون کونکي د پوليسو له ډزو او اوښکې بهونکي غازو سره مخ شول خو بيا هم دي سيمي ته ور ننوتلي دي

د عراقي مخکښ او سیاسي فعال مقتدی صدر پلویانو تیره ورځ د لومړي وزیر او د دولت د سیاست پر وړاندې لاس په لارون پورې کړ چې د پولیسو له ډزو سره مخ شول7cd5cd2002da4a7497f573563f361dd5.

ویل شوی چې په دې ډزو کې پنڅوس کسان ټپیان شوي دي

د الاحرار ایتلاف مشر او عراقي روحاني مقتدی صدر د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره یې له لاریون کونکو ملاتړ کړی ویلی یې دي هیڅوک نشي کولای د لاریون کونکو مخه ډب کړي.

ده ویلي عراقیان له یوه لوري د ترهګرو د بمونو سره مخ دي او له بل لوري له فاسد حکومت سره چې پر خلکو ډزې کوي ده زیاته کړې ده ویلی اوسنی حکومت به د صدام حسین او معمر قذافی له برخلیک سره اخته شي

لاریون کونکو هم ویلي چې ددوی لاریون سوله ایز وو

علي حسين – “مونږ د ښاغلي مقتدی صدر لارښونو او د لاریونونو تر سره کولو ته ژمن یو دا روښانه خبره ده چې د صدر کاظمیه او عدیل ښارونو د پیښو تر شا د چا لاسونه دي نن ددې پیښو د رامنځ ته کیدو اصلي تورن حکومت دی او ددې ترهګریز کړنې په هکله به ځواب ورکړي.”

له دې پیښې سره د عراق دولتي ټلویزین په ځینو سیمو کې پر بندیز د اعلان خبر ورکړی دی خو څو ساعته وروسته وویل شول چې دا حالت د لومړي وزیر په حکم سره لغوه شوی دی.

لومړي وزیر هغه کسانو ته چې په عمومي مرکزونو د برید هوډ لري خبرداری ورکړی چې له دوی سره به قانوني چلند وشي.

حيدرعبادي – « هغه څه چې نن رامنځ ته شول په عمومي سیمو او پر عمومي املاکو برید وو چې دا د منلو وړ نده له قانون څخه له هر ډول سرغړونې سره قانوني چلند کیږي او تورنو کسانو ته به سزا ورکړل شي.”

له دې سره ویل شوي چې اوس مهال امنیتي سرتیري په بشپړه توګه په زرغونه سیمه واکمني لري.

نږدې شل ورځې وړاندې هم د مقتدی صدر پلویانو د لومړي وزیر او حکومت د سیاست پر وړاندې لاس په لاریون پورې کړی او زرغونه سیمه یې نیولې وه هغه سیمه چې ډيری مهمې دولتي ودانۍ پکې شتون لري.

لاریون کونکي د حکومت له لوري د کابینې په ور پیژندلو کې د پارلمان پر نیمګړتیا او د بمونو پر مخنیوي نیوکې کوي

په دې ورستیو بمې چاودنو کې چې مسولیت یې د داعش ډلې پر غاړه اخستی له یوسل پنڅوسو ډیر کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *