د مصطفي بدرالدين په وژلو کي اسرايیل گرم نه بولي
د لبنان حزب الله ډلې مشر سيد حسن نصرالله ويلي دوي د مصطفي بدرالدين په وژلو کي اسرايیل گرم نه بولي له دي سره ده ويلي که چيري اسرايل د حزب الله په غړيو بريدونه وکړي دوی به هرو مرو خپل غچ واخلي
ده لويديځو هيوادونو ته په نغوتي سره ويلي دا هيوادون
ه د اسرايلو په پرتله تر ډيره د اسرايلي رژيم لپاره خدمت کوي
د لبنان حزب الله ډلې مشر د مصطفی بدرد وژل کیدو اومه ورځ په مراسمو کې خبرې کولې پّ سوریه کې وسله والو ډلو ته د خبرداری په ورکولو سره وویل چې له دې و روسته به له لوړه انګیزه د سوریې جګړې ته ور ودانګي.
مصطفی بدر چې د لبنان ډلې یو پیژندل شوی قومندان وو تیره اونۍ په سوریه کې وژل شوی دی.
سید حسن نصرالله تیره ورخ په یوه ټلویزیوني وینا کې چې په ژوندۍ بڼه خپریده وویل: د ذوالفقار د وینې تویدنې دوی کمزوری نه بلکې لا پسې پیاوړي کړي دي.
سيد حسن نصرالله؛ “ده ویلي دا پاکه وینه توییې شوه مونږ به له دې وروسته په سوریه کې خپل ځواکونه پیاوړي کړو ځکه چې ددې جګړې عاملین پیژنو او په دې باور یو چې دا جګړه برحقه مبارزه ده او پایله به یې هم بریا وي. مونږ به په سوریه کې پاتې شو زمونږ قومندانان به له دې ډير دې هیواد ته ورسیږي پّ سوریه کې زمونږ شتون به بل ډول رنګ خپل کړي او په سوریه کې به د وسله والو ډلو پر وړاندې زمونږ مبارزه روانه وي.”
د لبنان حزب الله ډلې ویلي: دوی د مصطفی بدرالدین په وژلو کې پر اسرایلو تور نه پورې کوي خو که چیرې دا رژیم د دوی ملګري په نښه کړي نو دوی به یې هرو مرو بدل اخلي.
له دې سره دوی لویدیځو هیوادونو ته ویلي: دا هیوادونه له اسرایليانو ډير د اسرایلي رژیم لپاره خدمت کوي او حزب الله له څلور دیرشو کلونو راهیسې له اسرایلو سره په جګړه کې دی خو هیڅکله یې دروغ ندي ویلي، اسرایل ددې ډلې په زړورتیا او ریښتینولی شک نلري خو ځینې عربي هیوادونه بیا پر دوی شکمن دي.