۲۶ کلن صالح عبدالسلام د ۲۰۱۶ کال مارچ کې په بلجیم کې په یوه کور کې په خپل پټنځای کې د پولیسو په چاپه کې ونیول شو.

د پاریس بریدونو اصلي شکمن صالح عبدالسلام د پوښتنو ګروېږنو په لومړۍ ناسته کې فرانسوي قاضیانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

د هغه یوه وکیل وویل، موکل یې نه غوښتل په پاریس کې جوړې شوې علني ناستې ته څه وو160517161857_paris_attacks_suspects_640x360_belgianfrenchpolice_nocreditایي، خو ښایي وروسته خبرې وکړي.

۲۶ کلن صالح عبدالسلام د ۲۰۱۶ کال د مارچ په نیمایي کې په بلجیم کې په یوه کور کې په خپل پټنځای کې د پولیسو په چاپه کې ونیول شو.

ښاغلی صلاح چې ویل کېږي د پاریس د ۲۰۱۵ کال نوامبر ۱۳ مې خونړیو بریدونو کې مهم نقش لري، تر نیول کېدو وروسته فرانسې ته وګرځول شو او اوسمهال تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په زندان کې ساتل کېږي.

 عبدالحمید اباعود چې له هغه د پاریس بریدونو د اصلي طراح بلل کېږي، تېر کال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو.

صالح عبدالسلام د پاریس بریدونو بل شکمن عبدالحمید اباعود د ماشومتوب ملګری دی چې له هغه د پاریس بریدونو د اصلي طراح په توګه یادونه کېږي.

عبدالحمید اباعود تېر کال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو.

د پاریس په بریدونو کې چې اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې یې مسوولیت پرغاړه واخست، ۱۳۰ کسان ووژل شول او لسګونه کسان نور ټپیان شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *