د پاکستان پوځي مرسته د حقاني شکبې خلاف عملیاتو سره غوټه شوه
د امریکا ولسي جرګې د راتلونکي کال پوځي لګښتونو لړ کې پاکستان ته د پوځې مرستو شرطونه نور هم ګران کړي دي.
د بریتانیا رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د چهارشنبې په شپه د متحدو ایالتونو ولسي جرګې د ۲۰۱۷ کال پوځي بودیجي پالیسي لایحه تایید کړه.
د روانې میاشتې په پيل کې د امریکا سنا د پوځي خدمتونو کمېټې د پاکستان لپاره د امریکا مرستو ته شرطونه ایښي وو او ویلي و، تر څو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د حقاني شبکې خلاف د پاکستان له لوري مناسب عملیاتو تر سره کېدل تایید نه کړي، دغه هېواد ته ۴۵۰ میلیونه ډالره مرسته نه شي ورکول کېدای.
د امریکا کانګریس استازو جرګې غړو د حقاني شبکې پر ضد د پاکستان له لوري د پوځي عملیاتو نه کولو له کبله مایوسي څرګنده کړې.
دوی وړاندیز کړی، تر هغو چې پاکستان د حقاني شبکې خلاف پوځي عملیات نه کوي باید د ۴۵۰ میلیونو ډالرو مرسته ور نه کړله شي.
لایحه کې حقاني شبکه په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو لپاره لوی خطر بلل شوی.
تایید شوې لایحه کې ویل شوي، چې باید د امریکا بهرنیو چارو وزارت تایید کړي، چې پاکستان د حقاني شبکې خلاف پوځي عملیات کوي او دغې شبکې ته په شمالي وزیرستان کې د پټنځایونو اجازه نه ورکوي او دا چې پاکستان پولې ته څېرمه د دغې شبکې خلاف عملیات له افغانستان سره په همغږۍ تر سره کړي.
حقاني شبکه افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو لپاره لوی خطر بلل شوی
د راتلونکي کال لپاره د پاکستان په تړاو لایحې کې درې بدلونونه راوستل شوي، چې ټول یې ومنل شول.
یوه بدلون کې څلورم شرط ايښوول شوی، چې امریکا حکومت باید د پاکستان له لوري د حقاني شبکې لوړپوړو او منځني کچ مشرانو نیولو او سزا ورکولو لړ کې پرمختګ تایید کړي.
دا هم ویل شوي، چې دفاع وزیر باید تایید کړي، چې د پوځي مرستو لړ کې ورکول کېدونکې پانګه یا وسلې به د لږکیو خلاف نه کارول کېږي.
دې سره د اسامه بن لادن ځای ځایګي معلومونکي شکیل اپریدی نړیوال اتل بلل شوی او د پاکستان له زندانه د نوموړي سملاسي خوشي کېدو غوښتنه شوې.
د دفاعي لګښت پالیسي لایحې تایید ته ۲۷۷ او مخالفت ته یې ۱۴۷ غړو رایې ورکړې، خو دا نهايي قانون نه دی، بلکې دغه قرارداد باید روانه میاشت د امریکا سنا ته له وړاندې کېدونکي قرارداد سره همغږی وي، چې له هغه وروسته به یې ولسمشر اوباما د رد یا تایید واک لري.