یونیسف وایي، په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې ۱۶۳ ښوونځي او ۳۸ روغتونونه تر برید لاندې راغلي دي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د بشردوستۍ نړیوالې ناستې پر مهال په خپل خپور کړي راپور کې ويلي، هره ورځ په منځنۍ توګه څلور ښوونځي یا روغتونونه د وسله والو لخوا یا نیول کیږي او یا هم برید پرې کیږي.

په راپور کې راغلي په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو نښتو پر مهال پر ښوونځيو او روغتونونو د بریدونو او یا هم پوځي کارونې ۱۵۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان، سوریه، فلسطین، نایجیریا او یمن هغه160520132940_unicef_says_everday_four_schools_or_hospitals_are_attacked_or_occupied_by_armed_forces_976x549_unicef هېوادونه دي چې دا ډول بریدونه پکې تر نورو ډېر ترسره شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې په دغه هېواد کې ۱۶۳ ښوونځي او ۳۸ روغتونونه تر برید لاندې راغلي دي.

سوریې کې پر ښوونیزو ځایونو ۶۰ او روغتیايي مرکزونو ۲۸ بریدونه شوي چې د راپور له مخې دویم ځای لري، او دریم ځای یمن خپل کړی دی. په یمن کې پر ښوونځيو ۹۲ بریدونه شوي دي.

 یونیسف له حکومتونو غوښتي چې د ماشومانو ساتنې او ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

یونیسف وايي د نښتو پر مهال پر ښوونځيو او روغتونونو بریدونه شرمونکي او د اندېښنې وړ دي او پر دغو ادارو، روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو مخامخ بریدونه جنګي جرمونه بلل کیدای شي.

یونیسف په خپل دغه راپور کې له حکومتونو غوښتي چې د ماشومانو ساتنې او ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نژدې دوه میاشتې وړاندې (وري ۴مه) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې لږ ترلږه په ۲۰ مواردو کې له ښوونځیو د پوځي موخو لپاره ګټه پورته شوې ده.

دغه سازمان ویلي و چې له دې ډلې ۱۵ مورده د افغانستان امنیتي ځواکونو او پاتې د اورپکو ډلو لخوا رامنځته شوې. ددغه سازمان په خبره، دا کار نه یواځې افغانستان کې د زده کوونکو د زده کړې مخه نیسي، بلکې لامل کېږي ښوونځي پوځي اهداف ګرځوي.

د بشري حقونو سازمان ټینګار کړی چې د ځېنو درسي ټولګیو، د ښوونځیو د لوبو میدانونو، د ښوونځیو د شاوخوا او یا هم د ټول ښوونځي کنټرول د پوځي ګټه اخستنې په معنا وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *