بغداد کې بمي چاودنو لسګونه کسان وژلي دي
دا د تېرې اونۍ اوږدو کې وروستی خونړی برید دی
د عراق پلازمېنه بغداد کې د دریو بمي چاودنو پایله کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.
روغتیايي کارکونکي وايي دا د تېرې اونۍ اوږدو کې وروستی خونړی برید دی. داسې باور کېږي، یوې ښځینه ځانمرګي بریدګرې د پلازمېنې شمال الشاب سیمه کې یوه مارکیټ کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.
د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي شیعه ګان دي.
دویمه بمي چاودنه په الصدر سیمه کې وشوه، چې د دغې سیمې ډېراوسېدونکي هم شیعه ګان دي.
اسلامي دولت نومي ډلې ویلي د الشاب سیمې برید دوی کړی دی.
د جمعې په ورځ درې بمي چاودنې هم د همدې ډلې وسله والو کړې وې، چې پایله کې یې ۹۳ کسان وژل شوي وو.
دغه راز دوی د طبیعي ګازو پر یوې زېرمې هم بمي برید وکړ، چې پایله کې یې ۱۴ کسان ووژل شول.
باور کېږي، یوې ښځینه ځانمرګي بریدګرې د پلازمېنې شمال الشاب سیمه کې یوه مارکیټ کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه
روغتیا پالان وايي، د سې شنبې ورځې بریدونو کې له ۱۰۰ ډېر ملکي کسان ټپیان شوي دي.
شنونکي وايي، له هغه وروسته چې اسلامي دولت نومې ډلې عراقي حکومت پلوه ځواکونو ته چې د امریکا په مشرۍ د هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی، د پراخو سیمو کنترول بایلود، وروستي ځانمرګي بریدونه د دغې ډلې په تګلاره کې د بدلون څرګندونه کوي.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې عراقي پارلمان د فساد مخنیوي لپاره کابینه کې د بدلونونو مخالفت کوي.
لومړی وزیر حیدر العبادي وايي، دغه خنډونه له اسلامي دولت نومي ډلې سره مبارزه ټکنۍ کوي، چې اوس یې هم د شمالي او لویدیځ عراق پراخې سیمې تر کنترول لاندې دي.