اردوغان د هتلر په څېره کې
د المان په برلين کې د ترکيي دسفارت پر ديوال د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردوغان انځور د آدولف هتلر سره يوځای راښکاره شو همدارنګه د ترکيي دولسمشر انځور کټ مټ د هتلر په سبک بريتونه ، اوويښتان لري.
دغه انځور پراجکتور په واسطه دودانۍ پر ديوال وښودل شو. دالومړي ځل نه دي چې دغه پيښه تر سره کيږي، بلکې تر دې مخکې د سعودي عربستان دسفارت پر ديوال د «داعش بانک » انځور نندارې ته وړاندې شوی وو. دغه کار د الماني فعالينو ډلې تر سره کړي دي.