د ترکیې لوی څارنوال زکریا اوز ویلي: که چیرې د ترکیې وسله والو مخالفینو کارګر یا پ ک ک ګوند بندي مشر له خپلو پلویانو وغواړي چې وسله والې مبارزې نوی پړاو پیل کړي، د ترکیې عدالې او قضایي ادارې به خپلې تیرې پریکړې ته بیا کتنه وکړي.

د مسکو ټایمز د ریپوټ له مخې: ښاغلي اوز د ترکیې په انقره کې د څارنوالانو د کلنۍ ناستې پر مهال د خپلو خبرو په لړ کې ویلي: که چیرې د کرد وسله والو بندي مشر عبدالله اوجالان د ترکیې په هغه سیمو کې چې د کردانو تر واک لاندې د بلوا او شخړو نوی پړاو پیل کړي نو د ترکیې محکمې به دده د ټول عمر بند حکم لغوه او په ترځ کې به یې د اګست میاشتې پّ وروستیو کې په دار وځړول شي13920318125145979650253.

له دې مخکې د چهار شنبه په ورځ د کردانو بندي مشر له بندخونې په یوه پیام سره په سوریه او عراق کې له داعش او نورو وسله والو ډلو څخه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ملاتړغندلی ویلي یې دي چې د اردوغان ناسم بهرنی سیاست کولای شي ټول منځني ختیځ له لویې ویجاړی سره مخ کړي.

اوجالان دا پیغام د چهار شبنه په سهار کله چې له عراق سره ګډې پولې ته نږدې ترکیي ځواکونو د پ ک ک پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي، خپور کړی دی.

د استانبول پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځۍ پیژندل شوي استاد، ډاکټر بخاري مونس ویلي: په عراق او سوریه کې د اردوغان د جګړې رامنځ ته کونکی سیاست کولای شي د کرد وسله والو او د ترکي سرتیرو تر منځ د پخلاینې بهیر له خنډونو سره مخ کړي.

کردانو اعلان کړی که چیرې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د داعش او النصرې په څير له ترهګریزو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي دوی به د ترکیې له پوځ سره اوربند پای ته ورسوي او یو ځل بیا به ددې هیواد په سویل ختیځو سیمو کې هغه خونړۍ جګړې رامڼځ ته شي کوم چې د مخکینی جګړې له امله یې تر څلویښتو زرو ملکي کسان وژل شوي وو.

د عراق د خپلواکه کردستان د دولت ویاند صفین ډیزایي ویلي: په دې وروستیو کې پنڅه زړه کردان د داعش او نورو وسله والو ډلو له امله چې سعودي عربستان او ترکیه یې ملاتړ کوي عراق ته کډوال شوي دي. ډیزایي پر هغه ریښتینولی چې د داعش په څیر له ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي ټینګار کړی دی. دا ډلې کرد میشتو سیمو ته د بشر دوستانه مرستو د رسیدو مخنیوی کوي.

په ورته حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګی ریباکوف د خپلو ګاونډویو هیوادونو پر وړاندې د ترکیې پر سیاست نیوکه کړې او د اردوغان یې دعثماني امپراتوری پررامنځ ته کولو تورن کړی دی.

د ایتار تاس خبري آژانس د ریباکوف له خولې لیکلي: زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه اوس کولای شي د اردوغان له تاوتریخوالي ډک سیاست چې پّ سیمه کې د شخړو رامنځ ته کولو لامل ګرځي څارنه وکړي. دده دا کار کولای شي د ناټو له لوري یوه بل برید ته د یوه خپلواک هیواد پر وړاندې لاره هواره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *