د افغانستان دولت وايي، له حکمتیار سره موافقې ته نژدې شوی.

د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وايي، د هېواد د ملي ګټو لپاره د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوړلو ته چمتو دی.

د افغانستان دولت وايي، له حکمتیار سره موافقې ته نژدې شوی.

ښاغل160513164124_gulbuddin_hekmatyar__640x360_afp_nocreditي عبدالله دا څرګندونې چین ته پخپل سفر کې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکې کې کړې دي.

له ښاغلي عبدالله د مرکې په سر کې وپوښتل شول، چې د اسلامي جمعیت غړي د ښاغلي حکمتیار له راتګ سره اندېښمن شوي، نو آیا دغو اندېښنو لیرې کولو ته ستاسې ځواب څه دی؟

ځواب: په ټوله کې موږ د هر هغه ګام هرکلی کوو، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې کموي، او دا ستونزه چې ښاغلي حکمتیار له چا سره ډېره ستونزه لرله او له چا سره یې لږه لرله، ښايي ستاسو اشاره اسلامي دولت وي، خو تر هغې وروسته له طالبانو سره د مقاومت بهیر هم لرو او تر هغې راوروسته تېر ۱۵ کلونه – او کومې ټاکنې چې تېرې شوې ما په کې د اسلامي حزب ملاتړ درلود، چې ښاغلي ارغندیوال یې مشري کوله، له هغه پلوه که وګورئ اوس حالات بدل شوي دي، خو دولت او د سولې عالې شورا چې له اسلامي حزب سره د سولې کوم بهیر روان کړی، دا یو داسې بحث دی، چې پیل شوی که مثبتو پایلو ته ورسېږي، د افغانستان ټول خلک به یې هرکلی وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *