په کابل کې د ټوټاپ پروژې په تړاو لاریون پیل شو
دا لاریون د شهید مزاری له واټ څخه پیل شوې او د ښار په لور حرکت ورکړل شوی دی
تر اوسه دا نده روښانه چې ددې لاریون وروستی تمځای به د دولت له لوري ټاکلې سیمه وي او که د لاریون کونکو له لوري.
تیره ورځ دولتي چارواکیو ویلي وو چې لاریون کونکی باید د میرویس میدان په لاره دهمزنګ او له هغې سیمې څخه د حضوري چمن په لور لاړ شي خو د لاریون کونکو ټولنې یا دخلکو عالی شورا ویلي وو چې ددوې وروستی ټم ځای به د پوښتونستان څلور لاره چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته پرته ده، وي.
په دې لاریون کې په زرګونه کسانو ګډون کړی او د ټوټاپ پروژې د لارې د بدولن په تړاو یې لارون ته سره کړی دی. ټاکل شوې وه چې د ټوټاپ پروژه د بامیانو په لاره پلې شي خو په دې وروستیو کې کابینې د سالنګ په لاره دې پروژې ته بدلون ورکړی دی، دې مسئلې دیو شمیر خلکو قهر راپارولی او له څو ورځو راهیسې د لاریونونو په تر سره کولو سره د آلماني شرکت په وړاندیز ددې پروژې د پلې کولو غوښتنه کوي.