killingیوه ۶۵ مور او ۲۷ لور د فاریاب پشتون کوټ ولسوالۍ په للمي کاریز سیمه کې د نا پیژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوې دي.

د پشتونکوټ ولسوال عبدالقدیر قادري وویل، دا دواړه تېره شپه ناوخته وژل شوي دي. قادري زیاته کړې چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ډير ژر به ددې وژنې عاملين ونيسي.

ددې کورنۍ مشری زوی قدرت الله وايي، چې تېره شپه نږدې ۱۲ بجې یې کور ته څو تنه ناپيژانده وسله وال دننه شول او مور او خور یې ورته ووژله. هغه زیاتوي چې له هیچا سره یې دښمني نه درلوده او له قضايي او عدلي ارګانونو غواړي چې دا پېښه و څېړي.

د فاریاب ولایت د عدلي طب مسول ډاکټر سمیر عنایت هم تایید کړه چې نن( یکشنبه) نږدې ۷ بجې د دوه مېرمنو جسدونه دوی ته ور وړل شوي، چې دواړه په سر باندې په مرميو ویشتل شوې دي.

ددې ولایت د بشر حقونو د دفتر چارواکو ددې پېښو دغندلو ترڅنګ په اړه یې د پلټنو غوښته هم کړې ده. د فاریاب د بشري حقونو د ولایتي دفتر رییس سید حفیظ فطرت سلام وطندار سره په خبرو کې د ناموسي وژنو د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې د نوي کال له پېله تر اوسه ددوی سره د ۱۶ مېرمنو د وژنو قضیې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې ډيرې هغه یې د ټولنیز شرم له کبله پټې ساتل شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *