یمن کې د داعش ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژلي
د یمن سوېلي سمندري مکلا ښار کې د “اسلامي دولت” په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي شوي دي.
چارواکي وايي، ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو په یوه مرکز کې ځان والوځاوه.
سرچینه وايي، وژل شوي د پولیسو له لیکو سره یوځای کېدونکي کسان وو، چې له ودانۍ بهر په کتارونو کې ولاړ وو.
د برید پړه په عربي ټاپو وزمه کې د “اسلامي دولت” جنګیالیو پرغاړه اخیستې ده.
تېره میاشت دغه ډله د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف د بریدونو له کبله له مکلا ښاره وتلو ته اړایستل شوه.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوې په یمن کې روانې شخړې لږترلږه دوه میلیون وګړي بې ځایه کړي دي.