په سوېل ختیځ خوست ولایت کې هم شاوخوا دوو نیمو زرو کسانو ورته لاریون وکړ او د دغې پروژې په تړاو یې د حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.

د افغانستان پکتیکا ولایت کې د سالنګ له لارې د ترکمنستان برېښنا پروژې د تګلوري په تړاو د حکومت په پلوۍ لاریون وشو. پر همدې مهال، غزني او بلخ ولایتونو کې بیا د بامیانو له لارې د دغې پروژې د تېرولو په پلوۍ لاریونونه شوي دي.

بل خوا، ‘د افغانستان د جهادي او ملي احزابو عالي شورا’ له ترکمنستان نه د وارداتي برېښنا د مسیر په تړاو د نظرونو اختلاف د اندېښنې وړ او د هېواد په زیان بللی دی.

دغې شورا په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د برېښنا د تګلوري په تړاو باید له لاریونونو – که څه هم سوله ییز وي ـ ډډه وشي160515092244_ghazni_protest_640x360_bbc.

یادې شورا ویلي، د دواړو غاړو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده.

پکتیا کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، شاوخوا درې زره کسان پکتیکا ولایت کې راغونډ شوي وو، او غوښتنه یې دا وه چې د برېښنا لېږد پروژې مسیر دې نه بدلېږي.

دوی ویل، چې له دې لارې د دغې پروژې تېرېدل ارزانه، لنډ او ګټور پرېوځي.

لاریون د مدني فعالانو او قومي مشرانو له خوا جوړ شوی و.

د غويي پر ۲۱مه هم، په پکتيا ولايت کې سلګونه تنو له ترکمنستانه د برېښنا د لېږد د پروژې په تړاو لاريون وکړ او له افغان ولسمشر اشرف غني يې غوښتنه وکړه، چې د دې پروژې لارې دې نه بدلوي. پکتیا کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، شاوخوا درې زره کسان پکتیکا ولایت کې راغونډ شوي وو، او غوښتنه یې دا وه چې د برېښنا لېږد پروژې مسیر دې نه بدلېږي.

پر همدې مهال، په سوېل ختیځ خوست ولایت کې هم شاوخوا دوو نیمو زرو کسانو ورته لاریون وکړ او د دغې پروژې په تړاو یې د حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.

په بلخ ولایت کې هم ورته لاریونیانو مزار شریف ښار کې د ولایتي شورا دفتر مخې ته د (عدالت غواړو) نارې وهلې

د کابل څنګلوري لوګر ولایت کې هم د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته سلګونو کسانو لاریون وکړ.

بل خوا، په شمالي بلخ او سوېلي غزني ولایتونو کې بیا د بامیانو له لارې د ټوټاپ پروژې د تېرېدو په پلوي لاریونونه شوي.

په غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي لاریونیانو غوښتل چې د بامیانو له لارې له ترکمنستانه د برېښنا پروژه عملي شي. نوموړی وايي، په لاریون کې شاوخا شپږو زرو کسانو ګډون کړی و.

په بلخ ولایت کې هم ورته لاریونیانو مزار شریف ښار کې د ولایتي شورا دفتر مخې ته د (عدالت غواړو) نارې وهلې، او د بامیانو له لارې یې د دغې پروژې د تېرېدو غوښتنه کوله.

ټاکل شوې چې له ترکمنستانه د افغانستان مرکزي او سویل ختيځو سیمو ته برېښنا د سالنګ پر لاره راولېږدوله شي، خو د دولت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي او د باميانو یوشمېر خلک وايي، چې دغه پروژه بايد د باميانو ولايت له لارې تېره شي.

افغان حکومت وايي د جرمني ‘فیشنر’ شرکت د څېړنو له مخې د سالنګ لار لنډه او هم یې لګښت کم دی، چې د برېښنا لېږد پروژې پرېکړه د مرسته کوونکو بنسټونو په تایید د سالنګ لار غوره شوې ده.

د سالنګ لار د بامیانو په پرتله نژدې اتیا کلیومتره لنډه بلل شوې. بله خبره دا چې د آسیا پرمختیايي بانک یوازې د سالنګ له لارې د برېښنا مزي تېرېدو لپاره د مرستې ټټر وهلی دی او هم نژدې دوه کاله لږ وخت نیسي. په غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي لاریونیانو غوښتل چې د بامیانو له لارې له ترکمنستانه د برېښنا پروژه عملي شي.

دا مهال بامیان د شاوخوا ۲۵۰۰ کورنیو لپاره یو مېګا واټ لمریزه برېښنا لري چې د نيوزیلنډ ولایتي بیارغونې ډلې له خوا یې چارې ترسره شوې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *