د عربستان د دفاع وزیر په هکله د هغه فشاګریو ترڅنګ چې په ټویټر پاڼو کې لیکل شوې او له هغه ریښتینولیو یې پرده پورته کړې کوم چې د سعودي د شاهي کورنۍ غړیو په نشه یې توکیو قاچاقو کې لاس درلود.

مجتهد زیاته کړې: په عربستان کې د مرګ اصلي سوداګر د سعودي عربستان د آل سعودي غړي چې د نشه یې توکیو له ډيرې ګټې درلودونکې سوداګرۍ له کومې ویرې پرته او د خپل مصونیت څخه د ناوړه ګټې اخستنې په ډول کار اخلي.

ده زیات221157_578ه کړې: نیول شوي او اعلان شوي نشه یي کې توکي پّ حقیقت کې د هغه لس سلنه نشه یې توکیو یوه برخه ده چې د یادو شویو کسانو د مصونیت له مخې چې له قضایه قووې او ډلیزو رسنیو هم برخمن دي هیواد ته د ننه کیږي او ویشل کیږي.

د مجتهد پّ وینا: په ښونځیو پوهنتونونو پوځ ملي ګارد  کورنیو چارو وزارت ښآرونو او کلیو کې د نشه یي توکو ویش ددې ښکارندویي کوي چې د عربستان راتلونکې به تیاره وي.

ده ټینګار کړی: امنیتي ادارې په ټولیزه او له نشه یي توکیو سره دمبارزې اړوندې ادارې په ځانګړي توګه، د هغه کسانو له ستونزو سره مخ دي چې له خپلو څوکیو څخه ناوړه ګټه اخلي او ددې پر ځای چې له نشه یي توکیو سره مبارزه وکړي ددې توکیو په قاچاقو کې لاس پورې کوي.

مجتهد زیاته کړې: شرافتمنده او هغه کسان چې پ همدي موخه په ګمرکاتو  پوله ساتو ځواکونو او اړوندو ادارو کې له نشه یي توکیو سره د مبارزې په موخه ګمارل شوي د زور واکانو له لوري له خنډونو او ستونزو سره مخ کیږي او په خپله کارونو کې تر ډیره ناسم او د قانون پر خلاف کارکوي.

مجتهد د الرشیدي په امه د یوه ترکي جګړن نوم ته پّ نغوتې سره ویلي په عربستان کې د نشه یي توکي او له نشه یي توکیو سره د مبارزې اړوندې ادارې د عربستان ولیعهد محمد بن نایف ته ویلي: له مافیا د ترکي جګړن مفهوم د کورنیو چارو پ وزارت کې لوړ پوړي چارواکي بولي چې له هغوی څخه درې کسان یې له ولیعهد سره ډيرې نږدې اړیکې لري.

د نور مالوماتو هم ورکړي: دی د بن نایف د ښې مټې په دول وو مخکې له تقاعد څخه چې  هیواد په کچه دوهم لوی کس د امنیت په برخه کې شمیرل کیده او دریم کس د کورنیو چارو وزارت یو بل لوړ پوړی چارواکی شمیرل کیده چې یوه بل مهم بنسټ ته ولیږدول شو.

د مجتهد په وینا: محمد بن نایف نه یوآځې چې ددې کسانو له کړو وړ خبر وو بلکې ددې کسانو له لوري د قاچاقو د لیږدولو او په سمه تتوګه یې په ویشلو کې دی هم ګرم وو په ځانګړې توګه هغه موضوع یې څارله ترڅو په ډې سره خپله ونډه روښانه او مالومه کړي ترحو په ډې سره خپل د فعالیت مهمتیا په ډاګه کړي او دی ته دا وښیي چې باید دی هم ونډه ولري.

دې عربستان سیاسي فعال په ترڅ کې لیکلي: په عربستان کې د مرګ له سوداګرانو د بن نایف ملاتړ د تعجب وړ خبره نده ځکه چې دی په خپله هم په نشه یې څو ډوله توکیو روږدی دی او مونږ به دې هم پوهیږو چې دی څو ډوله نشه یې توکي کاروي او هغه مال چې دده پلار ژوندی وو دوه ځلې د اروپا د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې یې درملنه کیده. خو هر کله چې دی به د نشه یې توکیو په هکله روغ شو بیا به یې د نشه یې تکیو په لور مخه کړه او دا شونې ده چې دی به یو ځل بیا تر درملنې لاندې ونیول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *